کندهار (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۱): د کندهار د اوبو رسونې او کانالیزاسیون ریاست وايي، په دغه ولایت کې تر ځمکې لاندې اوبه ۱۵ متره ښکته شوې چې له امله یې خلک د اوبو له کمښت سره مخ شوي دي.
د یادې ادارې رییس انجنیر جانان اغا پژواک خبري اژانس ته وویل، په کندهار کې ورځ تر بلې، تر ځمکې لاندې اوبه مخ په ښکته کېدو دي او په دې وروستیو کې دا کچه ۱۵ مترو ته رسېدلې ده.
ده زیاته کړه، په دغه ولایت کې تر ځمکې لاندې د اوبو ښکته کېدو لاملونه روانه وچکالي، په خپلسري ډول د ژورو څاهګانو کېندل، د اوبو ډېر او بېځایه کارول، د نفوس ډېروالی او نور دي.
هغه وايي، له همدې امله یې په کندهار ښار کې په خپلسرې توګه د ژورو څاه ګانو/ برمو پر وهلو بندیز لګولی او هیڅوک اجازه نه لري چې په خپل سر دا کار وکړي.
د نوموړي په خبره، اړوند ریاست یوازې په هغو سیمو کې د شپږ انچه په وړتیا د برمې وهلو اجازه ورکوي چې دوی نه شي کولای هلته د څښاک پاکې اوبه ورسوي.
هغه وویل: «دا چې ورځ په ورځ تر ځمکې لاندې د اوبو سطحه کښته کېږي نو موږ په ښار کې د برمو پر وهلو بندیز لګولی دی، د ځینو برمو کارونه مو هم بند کړي دي، هیڅوک اجازه نه لري چې غټې یا ژوري برمې ووهي، که څوک سرغړونه کوي د مسوولینو له خوا به نیول کېږي.»
د اوبو رسولو او کانالیزاسیون رییس وايي، اوسمهال دوی د کندهار ښار ۱۵ سلنه ساحو ته د څښاک اوبه رسوي؛ خو مخکې یوازي ۹ سلنه کسانو ته اوبه رسېدلې.
د هغه په خبره، په کندهار ښار کې به د اوبو رسولو یوه لویه پروژه چې- ۱،۴ میلیونه ډالره لګښت ورباندې راځي- ډېر ژر پيل شي چې د ډېرو کورنیو د اوبو اړتیاوې به پوره کړي.
دی وايي: «د اوبو رسولو یوه پروژه چې سولري سیسټم لري د UNDP له خوا د ۱۴ لکه ډالرو په لګښت منظور شوې ده چې کار به یې ژر پيل شي، موږ نورې پروژې هم په پلان کې لرو چې په تطبیق سره به یې د کندهار ښار ۹۰ سنله خلکو ته پاکي اوبه ورسېږي.»
د کندهار اوسېدونکي بیا وايي، د ښار په ډېرو سیمو کې پاکې اوبه نشته او د ډېرو برمو اوبه ښکته شوې دي، نو دوی مجبور دي چې خپلې برمې نورې هم ژورې کړي.
د کندهار ښار د ۵مې ناحیې یوه اوسېدونکي نقیبالله په دې اړه پژواک اژانس ته وویل: «زموږ د برمې اوبه وچې شوې نو مجبوره یو چې برمه لا پسې ژوره کړو، ځکه له بل ځای څخه اوبه نه شو راوړلای.»
د کندهار یو بل اوسېدونکی نظر محمد بیا ټینګار کوي چې خلک باید اوبه ډېرې او بې ځایه استعمال نه کړي، څو اوبه سپما شوې وي.
هغه وایي، ډېری کسانو د اوبو را ایستلو لپاره لسګونه لمریزې تختې ایښې دي، له سهاره تر لمر لوېدو له ځمکې څخه په بې رحمۍ اوبه راباسي.
ده زیاته کړه: «د کندهار ټولې ولسوالۍ شمسیانو پر سر اخیستې دي، هر سړی برمه وهي او اوبه راکاږي، اوس اوبه کښته شوې دي، نو دا چې له سهاره تر ماښامه اوبه راخیژي خود کښته کېږي.»
کروندګر هم وايي، دا چې وچکالي ده او اورښتونه نه دي شوي، نو ځکه دوی یا اوبه په ډېزلي ماشینونو او یا لمریزه برېښنا له ځمکې راباسي؛ څو کښتونه ورباندي خړوب کړي.
د ارغنداب ولسوالۍ یو کروندګر په دې اړه وایي: «پالېزونه مو کرلي دي، له یوې خوا ګراني او له بلې خوا اوبه نشته، نو مجبوره یوو چې له ځمکې څخه په ماشین اوبه را وباسو او ځمکې اوبه کړو، بله لار نه لرو.»
د اوبو د کمښت یا تر ځمکې لاندې د اوبو د سطحې ټیټوالي ستونزه په دې ورستیو کې د افغانستان ترڅنګ د سیمې په هېوادونو کې هم زیاته شوې چې اټکل کېږي په راتلونکې کې په یوه ډېره جدي ستونزه بدله شي.
د ځمکې او اوبو چارو پوهان وايي، که تر ځمکې لاندې د اوبو سطحه ډېره ښکته شي، کېدای شي د اوبو خوند هم ورسره تغیر وکړي؛ نو باید له ډېر استعماله یې په جدي توګه ډډه وشي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن