اټلانټا (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۱) : افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په متحده عربي اماراتو کې له یو شمېر افغان سوداګرو سره لیدلي او د هغوی ستونزې یې اوریدلي دي.
د راپورونو له مخې، په متحده عربي اماراتو کې مېشتو افغان سوداګرو د امریکا ځانګړي استازي ته د خپلو ستونزو په اړه معلومات ورکړي او په ډاګه کړې چې د نړیوالو مرستو د نشتوالي له امله د افغانستان اقتصاد زیامن او د افغانستان د شتمنۍ کنګل کیدو له امله د افغان سوداګرو ستونزې زیاتې شوې دي.
د ډیوه راډیو د راپور له مخې، په دې کسانو کې د شخصي بېنکونو مالکان، ملي سوداګر او په نړیوال بانک کې د افغانستان ټاکل شوي استازي هم شتون درلود.
سرچینې زیاته کړې، افغان سوداګرو د امریکا استازي ته ویلي چې د افغانستان مالي شتمني دې بیرته پرانیستل شي ځکه چې افغان ولس او سوداګر په ځانګړې توګه دې بندیزونو اغیزمن کړي دي.
په عرب امارات کې د افغان سوداګرو د شورا مشر عبیدالله صدرخېل ویلي چې د امریکا استازي سره د طالبانو حکومت راتلو وروسته د افغان سوداګرو لومړۍ ناسته وه.
هغه زیاته کړه، چې ټوماس ویسټ د افغان سوداګرو له ستونزوخبر کړی شو چې پر بانکونو د بندیزونو له امله افغان سوداګرو زیانمن شوي دي.
د راپور له مخې، په دې ناسته کې افغان سوداګرو د نوي حکومت او بهر میشتو افغان سیاستوالو ترمنځ د روغې جوړې پر خبرو هم ټینګار وکړ .
د راپور له مخې د امریکا ځانګړي استازي افغان سوداګرو ته ډاډ ورکړ چې د بانکونو په هکله د دوی د ستونزو د لرې کولو لپاره به ګامونه اخلي.
ویسټ د افغان سوداګرو له خوا په افغانستان کې د روغې جوړې او دايمي سولې لپاره د وړاندیز ستاينه وکړه او ویې ویل چې عربي امارات کې مېشت افغان سوداګر د افغانستان امن او اقتصاد ښه کولو کې رول لوبولی شي .
د یادونې وړ ده، چې د امریکا ځانګړي استازي تر دې مخکې په هند، ازبیکستان او ترکیه کې هم له یو شمیر افغان سیاسیونو، فعالانو او سوداګرو سره لیدلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP