ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امریکا ځانګړي استازي په اماراتو کې له افغان سوداګرو سره لیدلي

د امریکا ځانګړي استازي په اماراتو کې له افغان سوداګرو سره لیدلي

author avatar
4 Jun 2022 - 00:55
د امریکا ځانګړي استازي په اماراتو کې له افغان سوداګرو سره لیدلي
author avatar
4 Jun 2022 - 00:55

اټلانټا (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۱) : افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په متحده عربي اماراتو کې له یو شمېر افغان سوداګرو سره لیدلي او د هغوی ستونزې یې اوریدلي دي.

د راپورونو له مخې، په متحده عربي اماراتو کې مېشتو افغان سوداګرو د امریکا ځانګړي استازي ته د خپلو ستونزو په اړه معلومات ورکړي او په ډاګه کړې چې د نړیوالو مرستو د نشتوالي له امله د افغانستان اقتصاد زیامن او د افغانستان د شتمنۍ کنګل کیدو له امله د افغان سوداګرو ستونزې زیاتې شوې دي.

د ډیوه راډیو د راپور له مخې، په دې کسانو کې د شخصي بېنکونو مالکان، ملي سوداګر او په نړیوال بانک کې د افغانستان ټاکل شوي استازي هم شتون درلود.

سرچینې زیاته کړې، افغان سوداګرو د امریکا استازي ته ویلي چې د افغانستان مالي شتمني دې بیرته پرانیستل شي ځکه چې افغان ولس او سوداګر په ځانګړې توګه دې بندیزونو اغیزمن کړي دي.

په عرب امارات کې د افغان سوداګرو د شورا مشر عبیدالله صدرخېل ویلي چې د امریکا استازي سره د طالبانو حکومت راتلو وروسته د افغان سوداګرو لومړۍ ناسته وه.

هغه زیاته کړه، چې ټوماس ویسټ د افغان سوداګرو له ستونزوخبر کړی شو چې پر بانکونو د بندیزونو له امله افغان سوداګرو زیانمن شوي دي.

د راپور له مخې، په دې ناسته کې افغان سوداګرو د نوي حکومت او بهر میشتو افغان سیاستوالو ترمنځ د روغې جوړې پر خبرو هم ټینګار وکړ .

د راپور له مخې د امریکا ځانګړي استازي افغان سوداګرو ته ډاډ ورکړ چې د بانکونو په هکله د دوی د ستونزو د لرې کولو لپاره به ګامونه اخلي.

ویسټ د افغان سوداګرو له خوا په افغانستان کې د روغې جوړې او دايمي سولې لپاره د وړاندیز ستاينه وکړه او ویې ویل چې عربي امارات کې مېشت افغان سوداګر د افغانستان امن او اقتصاد ښه کولو کې رول لوبولی شي .

د یادونې وړ ده، چې د امریکا ځانګړي استازي تر دې مخکې په هند، ازبیکستان او ترکیه کې هم له یو شمیر افغان سیاسیونو، فعالانو او سوداګرو سره لیدلي دي.

Visits: 444

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.