کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۱): د افغانستان سرپرست حکومت د مذهبي ازادایو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور ردوي او وایي، په افغانستان کې د ټولو اقلیتونو مذهبي او مدني حقوق خوندي دي.
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وړمه ورځ د دغه وزارت کلنی راپور کانګرس ته وړاندې کړ.
په دغه راپور کې راغلي چې په چین، روسیه، میانمار، افغانستان، هند او پاکستان کې د مذهبونو خپلواکي تر ډېره نقض شوې ده.
په راپور کې ادعا شوې چې په افغانستان کې د نوي سرپرست حکومت له رامنځته کېدو وروسته مذهبي خپلواکي او د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کېږي.
خو د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه راپور ردوي.
هغه نن پر خپل ټويټر لیکلي: «په دې تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور نیمګړی او پر ناسمو معلوماتو بنا دی؛ زموږ ټول اهل سنة، اهل تشیع، سیک او اهل هنود هېوادوال په ازاد ډول خپلې مذهبي چارې ترسره کوي.”
هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې د ټولو اقلیتونو مذهبي او مدني حقوق خوندي دي.
Views: 56
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن