کابل (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۱): د پوهنې وزارت په هېواد کې د نالوستۍ ختمولو لپاره د یوه نوي پروګرام چې پر بنسټ به یې د سواد زدهکړې کورسونه دوه برابره شي، خبر ورکوي؛ خو وایي، د دغو پروګرامونو د پلي کېدو لپاره ډېرې بودجې ته اړتیا ده.
د یاد وزارت مسوولین، له بېسوادۍ سره مبارزه خپل لومړیتوب بولي او وايي، دغو پروګرامونو کې ګډونوالو ته د سواد زدهکړې ترڅنګ، بېلابیلې حرفې ښودل کېږي.
هغوی د سواد زدهکړې کورسونو کې د خلکو دوه برابره جذب خبر ورکوي او وایي، کوچیانو ته د سواد زدهکړې پروګرام پر مخ بیولو لپاره یو نوی پروګرام تر لاس لاندې نیولی دی.
د ملګرو ملتونو د علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) د یوه راپور له مخې، په ۱۴۰۰ کال کې هېواد کې د لوستو خلکو شمېر له ۳۴ څخه ۴۳ سلنې ته لوړ شوی دی.
په دغه راپور کې راغلي، له ۱۵ کلنۍ پورته د افغانستان د نالوستو شمېر ۱۲ میلیونو کسانو ته رسېږي چې له دې ډلې ۷،۲ میلیونه یې ښځې او ۴،۸ میلیونه یې سړي دي.
د خپرو شویو راپورونو پر اساس، په تېرو دوو لسیزو کې یو میلیون او ۲۴۲زره کسانو چې له دې ډلې ۸۰۰زره یې ښځې دي، د سواد زدهکړې له پروګرامونو ګټه اخیستې ده.
د پوهنې وزارت د سواد اموزۍ رییس محمدابراهیم عمري پژواک سره په خبرو کې وویل: «په ټوله کې د سواداموزۍ مسایل د کورسونو او ښوونځيو له لارې تر سره کېږي او موږ په افغانستان کې، د سواداموزۍ ۷۸ ښوونځي چې په دې جمله کې لومړني، منځني او حرفوي ښوونځي شامل دي، لرو.»
نوموړي دغه راز وویل، د هېواد په کچه ۱۸ د سیمهییزو زدهکړو مرکزونه (CLC) شته دي چې ګډونوالو ته پکې د سواد زدهکړې ترڅنګ، بېلابېلې حرفې لکه غالۍ اوبدل، خیاطي او داسې نورې زدهکړې ورکول کېږي.
هغه په یادو کورسونو کې د ګډونوالو ډېرېدو ته اشاره وکړه او د دغه شمېر لا زیاتول یې د یاد وزارت له لومړیتوبونو یاد کړ، زیاته کړه چې د پوهنې وزارت له سره سم په ۱۴۰۱ کال کې په سواد زدهکړو کورسونو کې د زدهکوونکو شمېر له ۲۰۰زرو څخه ۴۰۰زره ته ډېریږي.
خو سرچینه وایي، دې موخې ته د رسېدو لپاره، کافي بودجې ته اړتیا ده او دغه پروګرام له مسوولینو سره شریک شوی دی.
هغه د پروګرامونو د تطبیق لپاره د ځای په اړه وویل: «موږ د تدریس په بهیر کې له د زده کړو له سیمهییزو مرکزونو او عامالمنفعه ودانیو استفاده کوو او په بل پړاو کې که مرکز نه وي، له مدرسو، ښوونځيو او ان د خلکو له کورونو وخت نا وخته استفاده کوو.»
د سواد زدهکړې کورس یوې ښوونکې امنې پژواک ته وویل، ۲۵ کاله کېږي چې د سواد اموزۍ برخه کې تدریس کوي او هر کال له ۵۰ تر ۶۰ زدهکوونکي فارغوي.
نوموړې زیاته کړه: «له دولته غواړم چې د کتاب او قلم په برخه زما له شاګردانو سره مرسته وکړي او هغوی ته یوه حرفه په نظر کې ونیسي څو د خپلو درسونو ترڅنګ یوه حرفه هم زده کړي.»
هغې زیاته کړه: «مخکنۍ ستونزې مو دا وې چې ځای مو نه درلود او کله مو چې سروې کوله چې شاګردان ییدا کړو، خو وبه مو لیدل چې ځای نه لرو او ستونزې مو هوارې شوې نه دي.»
دغه راز، د سواد زدهکړې پروګرام یوې زدهکوونکې زرغونې پژواک ته وویل: «یوه میاشت کېږي چې په دغه کورس کې درس وایم، ډېر څه مې زده کړي دي.»
نوموړې د سواد زدهکړې کورسونو د دېرېدو غوښتنه وکړه، څو د ټولنې هیڅ وګړې د سواد له نعمته بې برخې پاتې نه شي.
Views: 37
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن