جلال اباد (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۱): د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم ښارګوټي کې د ګڼېګوڼي مخنيوي په موخه د ټولګټو چارو رياست له لوري د شپږنيم ميليون افغانيو په لګښت نوی سړک جوړ شو.
دغه خام سړک چې ۱۱۵۰ متره اوږدوالی او ۱۶ متره سور لري، د درېيو مياشتو په موده کې جوړ او پرون پرانیستل.
د ننګرهار د ټولګټو چارو رييس مولوي يارمحمد محمدي د غبرګولي په ۱۸مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د رييسالوزرا په امر يې په تورخم ښارګوټي کې د ګڼېګوڼي د مخنيوي په موخه د شپږنيم ميليون افغانيو په لګښت ۱۱۵۰ متره اوږد او ۱۶ متره سورور سړک جوړ کړى دى.
هغه زياته کړه، دا چې سړک د خوړ او غره ترمنځ دی، نو د سړک په اوږدو کې ۵۰ پلچکونه (پول ګوټي) هم جوړ شوي دي.
دی وايي، د دغه سړک په جوړېدو سره به اوس بار وړونکي موټر د عمومي سړک پر ځای پر یاده ځانګړې لار د تورخم تر دروازې تګ راتګ کوي چې د تورخم بازار او مسافر به له ګڼېګوڼې خلاص وي.
بلخوا د بار وړونکو موټرو چلوونکي که څه هم د دغه سړک جوړېدو ته خوښ دي خو غوښتنه کوي چې حکومت دې د دغه سړک قير کولو ته هم بودجه ځانګړې کړي.
اخلاصالدين چې ټېلر موټر چلوي، پژواک ته وويل چې تورخم ښارګوټي کې تر دروازې پور دغه سړک د بار وړونکو موټرو د ژر رسېدو او په بازار کې د ګڼې ګوڼي د مخنيوي لپاره ډېر ګټور دی.
هغه غوښتنه کوي چې بايد د ټولګټو چارو وزارت دغه سړک قير کړي؛ ځکه د بارانونو پر مهال به د تګ راتګ پر وړاندې ډېر خنډونه جوړ شي.
د ټولګټو چارو رياست وايي اوس، يې د وخت د اړتيا په خاطر سړک په خام ډول جوړ کړی خو هڅه کوي چې بودجه ورته پيدا او سړک قير او په اساسي ډول جوړ کړي.