ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“اوچا” د زابل د کرونا روغتون مالي ملاتړ کوي

“اوچا” د زابل د کرونا روغتون مالي ملاتړ کوي

author avatar
8 Jun 2022 - 19:31
“اوچا” د زابل د کرونا روغتون مالي ملاتړ کوي
author avatar
8 Jun 2022 - 19:31

کلات (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۱): د زابل د کرونا شل بستریز روغتون چې د امکاناتو او مالي ملاتړ له امله یې چارې ټکنۍ شوې وې، د مالي ملاتړ کوونکي تر موندلو وروسته به یې چارې په عادي ډول مخته وړل کېږي.

د زابل د عامې روغتیا ډاکټر عبدالحکیم حکیمي پژواک اژانس ته وویل، تر تحول وروسته د زابل د کرونا روغتون پرسونل په لږو امکانات او د ولسونو او سوداګرو په مرسته چارې مخته وړلې چې وروسته ورسره روغتیا نړیوال سازمان مرسته وکړه او د هغوی لپاره یې امکانات چمتو کړل.

ده زياته کړه، اوس یې تازه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږې کوونکې ادارې(OCHA)  سره قرارداد کړی چې د کرونا روغتون تر پنځوسو پورې د ډاکټرانو او صحي پرسونل د معاشاتو، ناروغانو ته د درملو، اکسیجن، د خوراکي توکو او نورو اړینو برخو کې همکاري وکړي.

د هغه په خبره، دا دا قرارداد به تر شپږو میاشتو پورې دوام ولري چې په سیمه کې به د ادا موسسې له خوا تطبیق شي.

د ادا موسسې چې د کرونا روغتون د پروژې د تطبیق چارې پر غاړه لري، یوه مسوول حزب الله یوسفزي په دې اړه جوړې شوې غونډه کې وویل، موسسه به هڅه کوي د کرونا روغتون د مالي ملاتړ ترڅنګ په ساختماني برخه کې د عامي روغتیا ریاست سره همکاري وکړي او په څو سیمو کې ورته کلينیکونه جوړ کړي.

په دې غونډه کې روغتیاپالانو، د بېلابېلو موسسو مسوولینو هم د عامې روغتیا ریاست سره د همکارۍ ډاډ ورکړ او هیله یې وښوده چې د دې ولایت د غریبو وګړو لاسنیوی وشي او لیرې پرتو سیمو ته روغتیايي خدماتو ورسول شي.

د یادونې وړ ده چې په جوړه شوې غونډه کې د دې روغتون او یو شمېر مرسته کوونکو ادارو مسوولین د عامې روغتیا ریاست له خوا وستایل شول.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.