ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد د بشري سرغړونو په تړاو د بشري حقونو د څار سازمان ادعاوې رد کړې

مجاهد د بشري سرغړونو په تړاو د بشري حقونو د څار سازمان ادعاوې رد کړې

author avatar
10 Jun 2022 - 03:33
مجاهد د بشري سرغړونو په تړاو د بشري حقونو د څار سازمان ادعاوې رد کړې
author avatar
10 Jun 2022 - 03:33

[restrict paid=”true”]

اتلانتا (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۱): د افغانستان سرپرست حکومت، د بشري حقونو د څار سازمان هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د افغانستان اسلامي امارت د چارواکو له خوا بې‌ګناه خلک وژل شوي، یا د اتباعو حقوق تلف شوي دي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې د افغانستان د اوسني سرپرست حکومت له خوا د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو له حقونو د سرغړونو پر دوام اندېښنه ښودلې او پر یاد حکومت یې د نړیوالې ټولنې له خوا د لا زیات فشار اچولو غوښتنه کړې ده.

د یاد سازمان د ښځو چارو مسوولې هیدربار ویلي چې د نړۍ هېوادونه دې د افغانستان سرپرست حکومت «غیرقانوني اقداماتو» ته په یوه خوله ځواب ووايي، خپل اقدامات دې همغږي کړي او دا دې ورته وښيي چې نړۍ د افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو له حقونو په سمه معنا دفاع کوي.

دغه سازمان د افغانستان سرپرست حکومت پر درېیو مشرانو د بندیزونو تازه کولو غوښتنه هم کړې ده.

په یادو درېیو مشرانو کې د اسلامي امارت مشر مولوي هبت‌الله اخندزاده، د دعوت او ارشاد، امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي او د استخباراتو لوی رییس عبدالحق وثیق شامل دي.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا د غبرګولي په ۱۹مه پر ټویټر په خپره شوې خبرپاڼه کې د بشري حقونو د څار سازمان هغه ادعاوې ناسمې او بې‌اساسه بللې چې ګواکې د افغانستان اسلامي امارت د چارواکو له خوا بې‌ګناه خلک وژل شوي، یا یې د اتباعو حقوق تلف کړي دي.

مجاهد وایي: «د افغانستان اسلامي امارت له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له بنسټونو غواړي چې د اسلامي امارت پر ضد بې‌بنسټه پروپاګنډ ته غوږ کښې نه‌ږدي او په افغانستان کې شته حقایق ومني.»

ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې اوس په هېواد کې د تېرو شلو کلونو په نسبت بشري حقوق ډېر خوندي دي؛ څوک له چا سره ظلم او زیاتی نه‌شي کولای، د مرګ‌ژوبلې مخه نیول شوې، نا امني نشته، د ملکي تلفاتو هیڅ پېښه نه لري، د غلا، چور، غصب او هر ډول زور زیاتي مخه نیول شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پژواک د اونیزو راپورونو له مخې، په تېره مې میاشت کې له طبیعي پېښو پرته په نورو په بېلابېلو پېښو کې ۷۶ کسان وژل شوي او ۷۵ نور ټپیان شوي، خو د تېرو جګړو پر مهال به هره اونۍ سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښته.

ذبیح‌الله مجاهد ویلي، د استخباراتو او امربالمعروف ارګانونو په ګډون د اسلامي امارت ټولې اړوند ادارې له مجرمینو سره د اسلام مقدس دین د اصولو په رڼا کې چلند کوي.

هغه وایي، هیڅ داسې مورد نشته چې ثابته کړي د استخباراتو ځواکونو دې له قضاء او محکمې پرته څوک وژلي یا اعدام کړي وي او یا دې د امر بالمعروف وزارت کارکوونکو څوک وهلي او ټکولي وي.

 د ده په وینا چې له هر ډول بندیانو سره د اسلامي اصولو او بشري قوانینو په رڼا کې چلند کېږي او هیچا ته له محکمې پرته سزا نه ده ورکړل شوې.

دا په داسې حال کې ده چې په ټولنیزو شبکو کې ځیني کسان ادعا کوي چې د اسلامي امارت اړوند امنیتي کسانو ورسره ناسم چلند کړی او یا یې وهلي ډبولي دي، خو چارواکو ویلي له هغو امنیتي کسانو سره هم قانوني چلند کېږي چې ناقانونه کړنې کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي: «استخباراتو کله هم خبریالان نه دي وژلي؛ یواځې یې له ژورنالېستیکو اصولو د سرغړونې په صورت کې احضار کړي او توصیه يې ورته کړې ده؛ دا په ټوله نړۍ کې معمول ده چې څوک د نظام پر وړاندې تخریب وکړي یا خلک د نظام پر ضد وهڅوي، باید پوښتنه ترې وشي.»

د هغه په وینا، پر همدې اساس د پورته مواردو په اړه د بشر حقونو په نوم د څار سازمان بې‌سنده ادعاوې هيڅ حقیقت نه لري.

دی وایي، که نړیواله ټولنه په افغانستان کې د سولې، امنیت او د خلکو د ژوند ښه کولو پلوي وي، نو باید له اسلامي امارت سره مرسته وکړي چې شته امنیت، ډاډمنه فضا او ارام چاپېریال لا پیاوړی شي او افغانان نور په ارام کې ژوند وکړي.

[/restrict]

Views: 158

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.