ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عامې روغتیا وزارت: د کرونا درملنې لپاره د «زېنک» ټابلېټونو اغېز تر اوسه نه دی ثابت شوی

عامې روغتیا وزارت: د کرونا درملنې لپاره د «زېنک» ټابلېټونو اغېز تر اوسه نه دی ثابت شوی

author avatar
12 Jun 2022 - 19:09
عامې روغتیا وزارت: د کرونا درملنې لپاره د «زېنک» ټابلېټونو اغېز تر اوسه نه دی ثابت شوی
author avatar
12 Jun 2022 - 19:09

کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۱): ځینو خبري سایټونو او وېبپاڼو د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره د «زېنک سلفېټ» ټابلېټونو د اغېزې په اړه مطالب خپاره کړي؛ خو د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، دا ګولۍ د بدن د معافیت په لوړولو کې اغېزناکې ‎دي، خو د کرونا په درملنه کې یې اغېز تر اوسه نه دی ثابت شوی.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له خپرېدو راهیسې په هېواد کې ۱۸۰زره کسان پر دې ناروغۍ اخته او نږدې ۷۷۰۰ کسان یې له امله مړه شوي دي.

د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته، طب پوهانو د یاد ویروس په مهارولو لاس پورې کړ چې تر دې دمه مختلف واکسین تولید شول، خو تر اوسه د کرونا لپاره کوم درمل نه دي جوړ شوي.

د ټولنیزو پاڼو یو شمېر کاروونکي د کرونا لپاره د اغېزناک درمل په توګه ځیني خواړه، بوټي او درمل هم معرفي کوي.

د «صدا او سیما» خبري اژانس ویبسایټ کې د «زېنک؛ د کرونا دښمن» تر عنوان لاندې خپاره شوي مطلب کې راغلي: «کرونا اوس هم منګولې لګوي او ټول د دغه خطرناک ویروس د له منځه وړلو په لټه کې دي، زینک د دغه ویروس یو دښمن دی.»

په ورته مهال، «ایمنا» وېب سایټ هم د «کوم تکمیلونکي د کرونا ناروغۍ د عوارضو په راکمولو کې اغېزناک دي؟» تر سرلیک لاندې راپور خپور کړی او پکې راغلي: «د کرونا ناروغۍ په درملنه کې د زېنک د عنصر رول څه دی؟.»

سرچینې لیکلي: «د شدیدې کرونا لپاره چې د سږو د ستونزو او التهاب لامل کېږي، د زېنک عنصر تنظیمي رول، په داسې ډول دی چې د بدن دفاعي سیسټم د یادې ناروغۍ له امله د رامنځته شوي التهاب په راکمولو کې مناسب ځواب ورکړي او د بدن دفاعي سیسټم له حده ډېر غبرګون ونه ښیي کوم چې د دغه ویروس د لا سختېدو لامل کېږي.»

د طب پوهان

په افغان – جاپان روغتون کې د کیفیت د کنټرول مسوول او د کووېډ-۱۹ ټرېنر ډاکټر حشمت‌الله فیضي پژواک خبري اژانس ته وویل، زېنک سلفېټ د انسان د بدن په پیاوړي کولو کې مهم رول لري.

نوموړي زیاته کړه: «موږ خپلو ناروغانو ته د ورځې دوه ځلې زېنک سلفیټ تجویز کوو چې ۲۰ملي ګرامه سهار او ۲۰ملي ګرامه ماښام وي او دا ډېر ښه دي.»

د هغه په وینا، دغه درمل د کرونا درملنې په برخه کې ډېر ګټور ثابت شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر جاوېد هژیر هم پژواک ته وویل، زېنک سلفېټ له هغو منرالونو دی چې په بدن کې د هډوکو په ماهیچو کې ذخیره کېږي او کمښت یې په بدن کې د ویښتانو او پوټکي د ستونزو لامل ګرځي.

نوموړي زیاته کړه، هغه کسان چې دغه درمل په خوراکي بڼه کاروي، اکني (ځوانه‌کۍ) رغوي او د جلد توروالی له منځه وړي.

هغه وایي: «د زېنک سلفېټ اغېز همدا دی چې که په سم ډول او د ډاکټر له مشورې سره سم وکارول شي، کولای شي د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کړي او د ناروغیو پر وړاندې یې اغېز زیات شي.»

نوموړي د کرونا په درملنه کې د زېنک د اغېز په اړه وویل: «تر اوسه د کووېډ یا کرونا لپاره هېڅ قطعي درمل نه دي جوړ شوي، خو د یادو درملو له امله کېدای شي د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی شي.»

د هغه په خبره، کله چې د یو چا د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی وي، کولای شي چې د ناروغیو پر وړاندې ښه غبرګون وښيي او هره ستونزه په اسانۍ سره پرې تېره شي.

نوموړي وویل چې زېنک سلفېټ د کرونا درملنې لپاره قطعي درمل نه دي، خو د بدن معافیتي سیسټم په لوړولو او ناروغیو سره د مقابلې لپاره ښه ټاکنه ده چې باید د ډاکټر له مشورې پرته ونه کارول شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.