ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د کرنې لپاره د لمریزې برېښنا په وسیله اوبو را ایستلو خلک اندېښمن کړي

بلخ کې د کرنې لپاره د لمریزې برېښنا په وسیله اوبو را ایستلو خلک اندېښمن کړي

author avatar
13 Jun 2022 - 12:14
بلخ کې د کرنې لپاره د لمریزې برېښنا په وسیله اوبو را ایستلو خلک اندېښمن کړي
author avatar
13 Jun 2022 - 12:14

مزارشریف (پژواک، ٢٣ غبرګولی ۱۴۰۱): د بلخ ولایت بزګر د کرنې لپاره له څاګانو د لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو را ایستل که څه هم اسانتیا بولي، خو د دې برخې کارپوهان وایي چې دغه کار د اوبو کچه ټيټوي او د انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

په هېواد، ځانګړې ډول بلخ کې دومدارې وچکالۍ او د کرنیزو اوبو نه شتون بزګران اړ کړي ژورې څاګانې ووهي او د لمریزې برېښنا په وسیله ترې اوبه راوباسي.

د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ یو اوسېدونکی او بزګر بازمحمد د لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو را ایستل د کرنې په برخه کې اسانتیا بولي.

هغه پژواک ته وويل چې په تېرو څو کلونو کې یې د وچکالۍ له امله ځمکې وچې شوې وې خو اوس د لمریزې برېښنا په مرسته خپله ځمکه خړوبوي او حاصلات یې هم د نورو کلونو په پرتله څو برابره ډېر شوي دي.

یو بل بزګر نجیب الله وایي چې هره ورځ له اوو تر نهو ساعتونو پورې د څلورانچه نل په مرسته له څاه اوبه وباسي او د دې چارې لپاره یې ۳۶ تختې سولر لګولي چې کولای شي ډېره ځمکه پرې خړوبه کړي.

بلخوا په بلخ کې د اوبو چارو کارپوه محمد نظیم سمون پژواک ته وويل چې تر ځمکې لاندې اوبو ته د ټولې نړۍ غوښتنه او تقاضا مخ پر زیاتېدو ده او لامل هم د نفوس زیاتوالی او اقلیمي بدلون دی.

سمون زیاتوي چې په نړۍ کې ډېری هېوادونه تر ځمکه لاندې اوبو یوازې د څښاک لپاره ګټه اخلي او دا یې ستراتیژيک ذخایر دي.

هغه وايي: «خو د معمول روش خلاف، په افغانستان کې تر ځمکه لاندې له اوبو پر څښاک سربېره، په صنعت، کرنې او نورو برخو کې هم استفاده کېږي چې دا به په راتلونکي کې لوی انساني ناورین رامنځته کړي.))

د هغه په وینا، د معلوماتو له مخې، هر کال کابو دوه متره د اوبو کچه کښته کېږي چې حکومت یې باید د مدیریت لپاره یو لړ جدي اقدامات ترسره او محدودیتونه وضع کړي.

بلخوا د بلخ د کرنې او اوبو لګولو ريیس شمس الله خالد هم وایي چې د دغه ولایت په ډېرو ولسوالیو کې لمریزو څا‌ګانو د کرنې برخه کې مثبت بدلون راوستلی او کرنیز محصولات ورسره ډېر شوي دي.

خو هغه زیاتوي، د کرنۍ او اوبو لګولو وزارت امر کړی چې پر دولتي ځمکو سربېره پر شخصي ځمکو هم د لمریزو څاګانو کیندنې مخه ونيول شي او په راتلونکي کې  به پر دې برخې يو لړ محدودیتونه هم وضع کړل شي.

د يادونې ده، پر بلخ سربېره په نورو ولايتونو کې زرګونو کروندګرو د خپلو ځمکو خړبولو په موخه ژورې څاګانې وهلې او د لمریزې برېښنا په وسیله ترې اوبه راباسي.

Visits: 84

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.