جلال اباد (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۱): د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، په مومندرې ولسوالۍ کې هغه درې «انسان تښتوونکي» نيول شوي چې د طالبانو له نامه په ګټې اخیستنې يې درې کسان تښتولي وو.
چارواکي وايي، امنيتي ځواکونه د دغې پېښې له خبرېدو سره سم ساحې ته ورغلي، «انسان تښتوونکي» يې نيولي او درې کسان يې ورڅخه ژغورلي دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي نن (د غبرګولي ۲۳مه) پژواک اژانس ته وويل، تېره ورځ درېيو «انسان تښتوونکو» د جلال اباد – تورخم پر لويه لار د مومندرې ولسوالۍ اړونده سیمه کې درې سوداګر تښتولي وو.
هغه زياته کړه، د پېښې له رامنځته کېدو سره سم د مومندرې او بټيکوټ ولسواليو امنيتي منسوبين سیمې ته ورغلي او د نيم ساعت په جريان کې يې انسان تښتوونکي نيولي او درې کسان يې ترې خوشي کړي دي.
login or register a new account.