جلال اباد (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۱): د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، په مومندرې ولسوالۍ کې هغه درې «انسان تښتوونکي» نيول شوي چې د طالبانو له نامه په ګټې اخیستنې يې درې کسان تښتولي وو.
چارواکي وايي، امنيتي ځواکونه د دغې پېښې له خبرېدو سره سم ساحې ته ورغلي، «انسان تښتوونکي» يې نيولي او درې کسان يې ورڅخه ژغورلي دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي نن (د غبرګولي ۲۳مه) پژواک اژانس ته وويل، تېره ورځ درېيو «انسان تښتوونکو» د جلال اباد – تورخم پر لويه لار د مومندرې ولسوالۍ اړونده سیمه کې درې سوداګر تښتولي وو.
هغه زياته کړه، د پېښې له رامنځته کېدو سره سم د مومندرې او بټيکوټ ولسواليو امنيتي منسوبين سیمې ته ورغلي او د نيم ساعت په جريان کې يې انسان تښتوونکي نيولي او درې کسان يې ترې خوشي کړي دي.
نوموړی وايي، نيول شوي کسان اوس په امنيې قوماندانۍ کې دي.
د تښتول شويو کسانو له ډلې اول ګل وويل، له جلال اباده تورخم ته پر لار وو چې د مومندرې ولسوالۍ مربوطاتو کې د طالب له نوم څخه په ګټې اخيستنې درېيو کسانو اختطاف کړو.
دی زياتوي: «د سرک پر سر يې چيک پاينټ و، کله چې موږ ورته رانږدې شو نو موټرې يې تالاشي کولې، بيا يې زموږ موټر غاړې ته کړ چې ستاسو په اړه راپور راغلی، بيا يې له موټره ښکته کړو او ځان سره يې روان کړلو.»
عام خلک وايي، که امنيتي ځواکونو او پوليسو ته ځانګړی يونيفورم ورکړل شي، نو ورسره د دا ډول پېښو مخنيوی اسانه کېدلای شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










