ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لاهور پوهنتون د عامې روغتیا له وزارت سره د همکاریو هوکړه لاسلیک کړه

د لاهور پوهنتون د عامې روغتیا له وزارت سره د همکاریو هوکړه لاسلیک کړه

author avatar
14 Jun 2022 - 16:31
د لاهور پوهنتون د عامې روغتیا له وزارت سره د همکاریو هوکړه لاسلیک کړه
author avatar
14 Jun 2022 - 16:31

کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۱): د عامې روغتیا وزارت او د پاکستان د لاهور پوهنتون ترمنځ يو هوکړه‌ليک لاسليک شو چې له مخې يې دغه پوهنتون په افغانستان کې د پاکستان له لوري د جوړ شوو روغتونونو د ډاکټرانو تنخواوې ورکوي.

دغه هوکړه‌ليک نن (د غبرګولي ۲۴مه) د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د سرپرست ډاکټر قلندر عباد او د لاهور پوهنتون له خوا د راغلي پلاوي ترمنځ لاسليک شو.

عباد وايي، د دغه هوکړه‌ليک له مخې، د لاهور پوهنتون غواړي چې په افغانستان کې د پاکستان له لوري د جوړو شوو روغتونونو د ډاکټرانو تنخوا او ورځني لګښتونه ورکړي.

ده زياته کړه: «د معاشاتو پيل نن په کابل کې د علی جناح له روغتون څخه وشو چې شاوخوا ۲۱۰ کسانو ته د یوې میاشتې معاش ورکړل شو او له دې وروسته دوی مونږ سره ژمنه وکړه چې په لوګر کې د نايب امین‌الله خان او په ننګرهار کې د د پښتورګو روغتونونو د ډاکټرانو معاشونه هم ورکوي.»

هغه وايي: «مخکې هم د پاکستان له لوري یو څه بودجه دغو روغتونونو ته مشخصه شوې ده چې په نږدې ورځو کې به افغانستان ته راولېږل شي او د یادو روغتونونو د کارکوونکو ټول معاشونه به ورکړل شي.»

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وویل، د پاکستان لاهور پوهنتون دا هر څه په انفرادي توګه کوي چې د هوکړې له مخې به د معاشاتو دغه ورکړه له ۶ میاشتو څخه نیولې تر یوه کال پورې دوام کوي.

د نوموړي په خبره د همدې هوکړې له مخې به لاهور پوهنتون د یادو روغتونونو د پرسونل په ظرفیت لوړولو کې هم همکاري کوي.

همدارنګه، په ياده غونډه کې په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان وویل چې پاکستان تل له افغانستان سره د روغتیا، زده‌کړو او نورو برخو کې همکاري کړې ده.

هغه زیاته کړه، لاهور پوهنتون به له یادو روغتونونو سره د طبي وسایلو په برخه مرسته وکړي او هم به ورته تخنیکي اسانتیاوې برابرې کړي.

دی وایي، افغان ډاکټرانو ته به په پاکستان کې د ټريننګونو زمينه هم برابره کړای شي.

Views: 200

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.