ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان بانک د پولي سیاست طرحې په اړه د پوهنتونونو د استادانو نظرونه واورېدل

د افغانستان بانک د پولي سیاست طرحې په اړه د پوهنتونونو د استادانو نظرونه واورېدل

author avatar
15 Jun 2022 - 00:45
د افغانستان بانک د پولي سیاست طرحې په اړه د پوهنتونونو د استادانو نظرونه واورېدل
author avatar
15 Jun 2022 - 00:45

کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۱): د افغانستان بانک د پولي سیاستونو طرحې پلې کولو په اړه د پوهنتونونو له یو شمېر استادانو سره ناسته وکړه.

د افغانستان بانک وایي چې د پولي سیاستونو طرحې او پلې کولو په تړاو یې له علمي ټولنې سره د اړیکو د ټینګښت او دوام د اصل او د اقتصاد پوهنځي د مالي او بانکي چارو د استادانو له نېکو نظرونو د ګټې اخیستنې له په پام کې نیولو سره د اکاډمیکې ټولنې له څو استادانو سره ناسته ترسره کړه.

د بانک له خوا د غبرګولي په ۲۴مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغه پروګرام جوړولو موخه د شته شرایطو په پام کې نیولو سره د پالیسیو د اعتبار پیاوړي کولو او د ګټورو او اغېزناکو پروګرامونو طرحه کولو په تړاو د اقتصاد پوهنځي د علمي کادرونو او استادانو بحث او د نظرونو تبادله او د لید لورو ترلاسه کول ګڼل کېږي.

سرچینې زیاته کړې، د افغانستان بانک سرپرست حاجي ادریس وویل چې د افغانستان بانک او تحصیلي ادارو ترمنځ اړینه همغږي شته چې مرکزي بانک ورته بشپړ ارزښت ورکوي.

هغه زیاته کړې، په ځانګړې توګه هغه مهال چې د پوهنتونونو د پوهو کادرونو علمي او اغېزناک لیدلوري، د پروګرامونو او د پولي سیاستونو په طرحه کولو باندې مثبتې اغېزې ولري.

ده وویل، په همدې موخه د افغانستان بانک پرېکړه وکړه، څو د شرایطو په پام کې نیولو سره، د پولي سیاست د طرحه کولو، پلې کولو او تر لاس لاندې نیولو په اړه ناسته وکړي.

وروسته د افغانستان بانک د پولي سیاست د لوی امریت مرستیال عبدالله مسعود د پولي سیاستونو د طرحې، پلي کولو او اجراء کولو په تړاو هر اړخیز پریزنټېشن وړاندې کړ او د بحث له ګډونوالو يې د ګټورو نظرونو غوښتنه وکړه.

ازاد بحث او د نظرونو د تبادلې پر مهال د افغانستان بانک د اقتصادي چارو ستر سلاکار لطف الحق نور پسرلي د پوهنتونونو د استادانو لیدلوري مهم وګڼل او ويې ویل، د افغانستان بانک ټولو استادانو ته ډاډ ورکوي چې د پولي سیاستونو د طرحې او پلي کولو په برخه کې ستاسو د رغنده او اغېزمنو نظرونو هرکلی کوي او له دې نظرونو به ګټه پورته کړي.

هغه زیاته کړه: «د نېکمرغۍ ځای دی چې نن موږ د خپل هېواد له مسلکي او وړ کادرونو سره د ناستې شاهدان یو چې د خلکو له درد سره اشنا دي او په فکر او هڅو به یې ستونزو ته د حل لاره پیدا کړو.»

ور پسې د افغانستان بانک د پولي سیاست امر  احمد جواد سداد د پولي سیاست د ابزارونو، د پولي سیاست د اډانې او د اسعاري رژیمونو د ډولونو او د بازار عملیاتو لوی امر ښاغلي عباس سامح د اسعاري زېرمو د مدیریت، د اسعارو او بیه لرونکو پاڼو د لیلامونو په ترسره کولو او د اعتبار لیکونو د صادرولو په اړه خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ناستې په پای کې رابلل شوو استادانو هر یو په خپل وار د افغانستان بانک له چارواکو سره خپل نظرونه شریک کړل او اوسنیو شرایطو ته په پام کې نیولو سره یې د انفلاسیون په مهارولو او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د مبادلې نرخ د ټیکاو په ساتلو کې د افغانستان بانک بریالۍ هڅې وستایلې.

Visits: 65

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.