Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هند د کرکټ غوره‌لیګ سیالیو د خپراوي حقوق په شپږ میلیارد ډالر پلورل شوي

د هند د کرکټ غوره‌لیګ سیالیو د خپراوي حقوق په شپږ میلیارد ډالر پلورل شوي

author avatar
15 Jun 2022 - 02:53
د هند د کرکټ غوره‌لیګ سیالیو د خپراوي حقوق په شپږ میلیارد ډالر پلورل شوي
author avatar
15 Jun 2022 - 02:53

اټلانټا (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۱): د نړۍ د کرکټ تر ټولو ستر سوداګریز لیګ (ای‌پي‌اېل) د پنځو کلونو د خپراوي حقوق په څه باندې شپږ میلیارد ډالر پلورل شوي دي.

د هند د کرکټ بورډ له خوا د شل اووریزو سیالیو دغه لیګ چې په ۲۰۰۷ زېږدیز کال کې پیل شوی او د خپرولو حقوق یې له تر ټولو په لوړه بیه پلورل شوي دي.

د راپورونو له مخې، د یاد لیگ د ان‌لاین خپراوي حق د هندوستان د میلیاردر مکیش امباني ملاتړ کوونکي شرکت (وای کام ۱۸) په ۳،۰۵ میلیارد ډالرو پېرلی او د ټلوېزیوني خپرونو حق یې د دغه هېواد د «سټار انډیا» شرکت په ۳،۰۵ میلیارد ډالر ترلاسه کړی دی.

له دې مخکې له تېرو پنځو کلونو راهیسې هندي شرکت «سټار انډیا» د ای پي اېل د خپرولو حقوق په ۲.۴ میلیارده ډالر اخیستي وو ، دا په نړۍ کې دویم لیګ شو چې د خپراوي حقوق یې په دومره لوړه بیه پلورل کېږي.

د بي‌بي‌سي اردو د راپور له مخې،  اوس به د یادو سیالیو د هرې لوبې بیه اووه میلیونه او ۳۶۰زره ډالر وي، په دې پنځو کلونو کې به ټول ۴۱۰ لوبې کېږي.

د هندوستان د کرکټ بورډ سکرټر جنرال جی شاه ویلي له ای پي اېل څخه ترلاسه شوي عواید به په هېواد کې د کرکټ پر پرمختیایي چارو لګول کېږي چې ورسره د لوبو او لوبغاړو لپاره اسانتیاوې برابرې شي.

Views: 688

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.