اټلانټا (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۱): د نړۍ د کرکټ تر ټولو ستر سوداګریز لیګ (ایپياېل) د پنځو کلونو د خپراوي حقوق په څه باندې شپږ میلیارد ډالر پلورل شوي دي.

د هند د کرکټ بورډ له خوا د شل اووریزو سیالیو دغه لیګ چې په ۲۰۰۷ زېږدیز کال کې پیل شوی او د خپرولو حقوق یې له تر ټولو په لوړه بیه پلورل شوي دي.

د راپورونو له مخې، د یاد لیگ د انلاین خپراوي حق د هندوستان د میلیاردر مکیش امباني ملاتړ کوونکي شرکت (وای کام ۱۸) په ۳،۰۵ میلیارد ډالرو پېرلی او د ټلوېزیوني خپرونو حق یې د دغه هېواد د «سټار انډیا» شرکت په ۳،۰۵ میلیارد ډالر ترلاسه کړی دی.

له دې مخکې له تېرو پنځو کلونو راهیسې هندي شرکت «سټار انډیا» د ای پي اېل د خپرولو حقوق په ۲.۴ میلیارده ډالر اخیستي وو ، دا په نړۍ کې دویم لیګ شو چې د خپراوي حقوق یې په دومره لوړه بیه پلورل کېږي.

د بيبيسي اردو د راپور له مخې، اوس به د یادو سیالیو د هرې لوبې بیه اووه میلیونه او ۳۶۰زره ډالر وي، په دې پنځو کلونو کې به ټول ۴۱۰ لوبې کېږي.

د هندوستان د کرکټ بورډ سکرټر جنرال جی شاه ویلي له ای پي اېل څخه ترلاسه شوي عواید به په هېواد کې د کرکټ پر پرمختیایي چارو لګول کېږي چې ورسره د لوبو او لوبغاړو لپاره اسانتیاوې برابرې شي.