ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غالب: حکومت دې په هېواد کې د شته کادرونو ملاتړ وکړي

غالب: حکومت دې په هېواد کې د شته کادرونو ملاتړ وکړي

author avatar
15 Jun 2022 - 18:56
غالب: حکومت دې په هېواد کې د شته کادرونو ملاتړ وکړي
author avatar
15 Jun 2022 - 18:56

 کابل (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۱): د مخکني حکومت یو چارواکی امان‌الله غالب چې له شاوخوا ۱۱ میاشتني ځنډ وروسته بېرته هېواد ته راستون شوی، له سرپرست حکومته غواړي، د دې ترڅنګ چې ښځو ته د کار، تعلیم او تحصیل اجازه ورکړل شي، په هېواد کې له شته کادرونو دې هم ګټه واخلي.

هغه پر دې سربېره چې له حکومته یې وغوښتل، له خلکو سره دې چلند ښه کړي، څو رامنځته شوی واټن بېرته له منځه لاړ شي، د حکومت له مخالفو وسله‌والو یې هم وغوښتل چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره دې د مذاکرې لار غوره کړي.

د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري پر ۲۴مه د مخکني نظام له پرځېدو وروسته، یو شمېر عام افغانان، مدني فعالان، سیاستوال، خبریالان او د تېر حکومت ځیني چارواکي له هېواده ووتل.

خو د پژواک خبري اژانس د يوه راپور له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت کابينې د ۱۴۰۰ لمريز کال د کب په ٢٥مه، له «افغان شخصيتونو سره د اړيکو او هېواد ته د هغوى د راستنولو» کمېسيون ‎تایید کړ چې په دې وروستيو کې د مخکني حکومت یو شمېر چارواکي بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د برېښنا شرکت مخکنی رییس امان‌الله غالب چې د څه مودې لپاره د پخواني حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال هم و، ‎شاوخوا ۱۰ ورځې مخکې له «افغان شخصیتونو سره د اړیکو او د هغوی د راستنېدو کمېسیون» د هڅو له لارې هېواد ته راستون شوی دی؛ هغه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل: «له هغه وخته چي تللی وم، تل په دې فکر کې وم چې باید بېرته راشم.»

هغه هېواد ته د بېرته راتګ د لامل په اړه وايي: «د جمهوریت له پرځېدو سره زموږ ټول هېوادوال اندېښمن وو، هغه که سیاسي و او که غېر سیاسي … اسلامي امارت راغلی، لکه شل کاله د مخکې په شان … خلک ځوروي. دویم لامل دا و چې په حکومت کې مو کار کړی و او زموږ اندېښنه دا وه چې ټول زندانیان ازاد شوي وو او د دې اندېښنو له امله موږ له خپلو ملګرو او کورنۍ سره د مشورې له مخې، هېواد پرېښود.»

غالب چې یوازې راستون شوى او نوره کورنۍ يې په لندن اوسېږي، وویل:«کورنۍ تر اوسه نه ده راغلې او انشاالله خامخا راځي … زه راغلم څو ووینم چې د کار او ژوند امکانات څه ډول دي؟ ځکه یوه اندېښنه اوس هم شته؛ ښځو ته چې ایا د کا اجازه لري؟ … چې له بده مرغه نشته.»

هغه زیاته کړه: «زما وړاندیز دا دی چې ښځو ته هغه حقوق ورکړل شي چې شریعت ورته ورکړي دي؛ د زده‌کړو حق، د بیان ازادي او نور حقونه.»

خو سرچینې د هېواد اوسنی وضعیت ښه وباله، ویې ویل: «… کله چې له افغانستانه بهر وې، اوضاع د ټلوېزیون، مطبوعاتو او جعلي ټولنیزو پاڼو ګورې او تصویر یې تل ډېر غمجن او ځوروونکی وي او دی؛ په ځینو ځایونو کې ځینې ستونزې شته، خو په کوم ډول چې ښودل کېږي هغسې نه ده، الحمدالله وضعیت ښه دی.»

نوموړي له دې ډول رسنیو او د جعلي فیسبوک پاڼو له کاروونکو وغوښتل چې د اوازو له خپرولو ډډه وکړي.

خو هغه وایي: «اوس چې ما څه ولیدل حکومت غواړي کار وکړي او خلک له دی سره همکاري وکړي، خو یو شی چې د خلکو او خپلو ملګرو ترمنځ یې ګورم، دا دي چې خلک ځان ازاد نه ویني او د محدودیت احساس کوي او دا کار د دې لامل شوی چې د حکومت او خلکو ترمنځ واټن پیدا شي او دا مهال موجود دی.»

نوموړي له حکومته وغوښتل چې له خلکو سره خپله رویه سمه کړي، څو رامنځته شوې فاصله له منځه لاړه شي.

غالب د دې پوښتنې په ځواب کې چې د حکومت د مخالفو وسله‌والو په ځانګړې توګه هغو کسانو یې غوښتنه څه ده چې مقاومت یې جوړ کړی؟ وویل: «زه د جګړې پلوی نه وم او نه یم؛ هیله‌من یم چې ځوانان دا درک کړي چې جګړه د حل لاره نه ده او راشي د خبرو له لارې دې خپل حقونه ترلاسه کړي.»

غالب چې د برېښنا په برخه کې زده‌کړې کړې دي او په خبره یې په دې برخه کې ښې تجربې لري، وايي، چمتو دی‎ چې سرپرست حکومت ته د مشوره ورکولو برخه کې رول ولري، خو نه غواړي چې کومه دولتي څوکۍ او منصب کې دنده ترسره کړي.

نوموړي سرپرست حکومت ته په خطاب کې  وويل: «زما وړانديز دا دى چې په هېواد کې له شته کادرونو ملاتړ وشي او  موږ بايد د چا په تمه ونه اوسو چې راشي، د خپل هېواد اقتصاد پخپله باید په حرکت راولو.»

غالب هیله څرګنده کړه چې د هېواد وضعیت او شرایط ښه دي او له هېواده لرې افغانان بېرته ‎هېواد ته راستانه شي.

هغه زیاته کړه: «زموږ هېوادوال په بهر کې ‎ په کمپونو کې دي او اسناد یې هم د منلو نه دي؛ په ناوړه وضعیت کې دي او دغه راز په بهر کې افغان کدرونه اړ دي چې درانه کارونه وکړي. باید هېواد ته راستانه شي او باعزته ژوند وکړي.»

یو شمېر هېوادوالو په ټولنیزو رسنیو کې ادعا کړې، هغه چارواکي چې بهر ته تللي او بېرته راستنېږي، موخه یې دا ده چې په بانکونو کې له خپلو شته پیسو په خپل کاروبار کې ګټه واخلي، خو غالب وايي: «که څوک غواړي شخصي تجارت ولري، زما په فکر دا کوم جرم نه دی، شخصاً زه کوم تجارت نه لرم او نه مې درلود.»

هغه چې د محمد اشرف غني د واکمنۍ پر مهال د اوبو او برېښنا معین‎ او د برېښنا رييس و، وايي چې له محمد اشرف غني سره هېڅ اړيکه نه لري او نه پوهېږي چې ایا هېواد ته به راستون شي او که نه؟

هغه زیاته کړه: «خو هیله‌من یم چې محمد اشرف غني راشي او خلکو ته وضاحت ورکړي چې د ده د تېښتې اصلي لامل څه و.»

Visits: 47

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.