Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په زابل کې د شپږ کیلومتره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې

په زابل کې د شپږ کیلومتره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې

author avatar
16 Jun 2022 - 18:36
په زابل کې د شپږ کیلومتره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې
author avatar
16 Jun 2022 - 18:36

[restrict paid="true"]

کلات (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۱): د زابل په مرکز کلات او ښارصفا ولسوالۍ کې د شپږ کیلومتره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې.

د دې سړکونو د جوړېدو چارې د انساني هوسایني خیریه موسسه (OHR) پر غاړه لري.

د دغې موسسې ولایتي مسئول خالد عمر پژواک خبري اژانس ته وویل، د دې پروژو له لارې به په مرکز کلات کې د سینک په کلي کې درې کیلومتره سړک لومړي هوارکاري او وروسته به جغل اندازي شي.

ده زياته کړه،  له همدې سره هممهاله به د ښارصفا ولسوالۍ اړوند د شوخک کلي لاره هم د درېیو کیلومترو په اندازه ورغول شي.

د هغه په وينا، پر دواړو پروژو څه باندې ۱۳ سوه زره افغانۍ لګښت راځي چې د تمويل په برخه کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي چارو اداره (UNDP) ورسره مرسته کوي.

عمر وايي، د سړکونو په دغه پروژه کې سلو تنو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده.

هغو کسانو ته چې په دې پروژه کې د کار کولو زمینه برابره شوي، خوښ دي او وايي، له تېرو څو میاشتو راهیسې بېکاره ګرځېدل چې اوس ورته کار پیدا شو.

له دې ډلې سيد اکبر پژواک ته وویل: «د بې‌کارۍ له امله له زیاتو اقتصاد ستونزو سره مخامخ وم، حتی خپلو بچیانو ته مې د درملو رانیولو توان هم نه درلود، خو اوس په دغه پروژه کې د ورځې ۳۵۰ افغانۍ را کول کېږي چې د کورنۍ ځينې ستونزې به ورباندې حل کړم.»

د سیمې اوسېدونکي هم د سړکونو د جوړېدو پر پيلېدو خوښ دي.

له دې ډلې پاچا، پژواک ته وویل، سړکونه یې خامه دي چې د ژمي په موسم کې د زیاتو خټو له امله یې ورباندې په اسانۍ سره تګ راتګ نه شوی کولی، خو سږکال به يې دا ستونزه حل شي.

درې ورځې وړاندې هم د اته سوه زره امریکايي ډالرو په ارزښت د کلات ښاروالۍ له خوا د يونيسيار موسسې په مالي ملاتړ د لسو کيلومترو په اندازه د سړکونو د جوړېدو کارونه پيل شوي وو.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.