ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«پولیس باید د یونیفورم تر وېش وروسته پر چیک‌پاینټونو په شخصي جامو کې ونه درېږي»

«پولیس باید د یونیفورم تر وېش وروسته پر چیک‌پاینټونو په شخصي جامو کې ونه درېږي»

author avatar
16 Jun 2022 - 12:46
«پولیس باید د یونیفورم تر وېش وروسته پر چیک‌پاینټونو په شخصي جامو کې ونه درېږي»
author avatar
16 Jun 2022 - 12:46

کابل (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۱): د کابل امنیه قومانداني وایي، د پولیسو یونیفورم د وېش له بشپړېدو وروسته هیڅ پولیس حق نه لري چې پر چیک‌پاینټونو په شخصي جامو کې ودرېږي.

کورنیو چارو وزارت د روانې غبرګولي میاشتې په ۱۸ مه د پولیسو نوی یونیفورم معرفي کړ. دغه وزارت په همدغه ورځ په کابل او کندهار ولایتونو کې د نوي یونیفورم د وېش د پیل خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې واحد یونیفورم د نظم او ډسپلین ښکارندوی دی او د امنیتي پېښو په مهارولو کې هم مرسته کولای شي.

د کابل امنیه قوماندانۍ نن (د غبرګولي ۲۶مه) د  خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې تېره ورځ د کابل د امنیه قوماندان ولي‌جان حمزه په مشرۍ د امنیتي ارګانونو ترمنځ د ښه امنيت او نظم راوستلو په پار غونډه جوړه شوه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د ځانګړو سپارښتنو او لارښونو ترڅنګ د یونیفورم د ځانګړتیاوو پر اهمیت هم خبرې وشوې.

سرچینې لیکلي چې د امنیه قوماندان له لوري یادو چارواکو ته هدایت ورکړل شو چی د مشرانو له خوا ټاکل شوی یونیفورم باید له توزیع وروسته په جدي توګه عملي شي.

خبرپاڼه کې راغلي چې په ناسته کې لارښوونه وشوه چې هیڅ پولیس حق نه لري چې د یونیفورم د توزیع له بشپړېدو وروسته د پولیسو پر چېک‌پاینټونو په شخصي جامو کې ودرېږي.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال پولیس بېلابېل ډول پوځي او ملکي جامې اغوندي.

Views: 120

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.