اسعد اباد (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۱): د کونړ د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، سږ کال د هندواڼو حاصلاتو له درکه۲۰۰ میلیون افغانۍ عوايد ترلاسه شوي.
د دغه ولایت د کرنې او مالداري رییس مولوي عزتالله هدایت پژواک ته وویل چې د ياد ولایت په پنځو ولسواليو کې پر نږدې ۵۰۰ هکټاره ځمکه هنداوڼې کرل شوې او حاصل یې نږدې ۴۲۵۰۰ ټنه شوی دی.
هغه په دې اړه د تېر کال حاصلاتو رقم په ډاګه نه کړ، خو زياته يې کړه چې سږ کال د هندواڼو په حاصلاتو کې ۲۵ سلنه زياتوالی راغلی دی.
د دغه ولایت کروندګر بیا له حکومته غواړي چې له دوی سره دې د اصلاح شوو تخمونو، کیمیاوي سرې او درملو د ورکړې په برخه کې مرسته وکړي.
د یاد ولایت د نرنګ ولسوالۍ اوسېدونکي حضرت محمد پژواک ته وویل: «د کرنې رياست دې له کروندګرو سره د حاصلاتو ډېرېدو په موخه د اصلاح شوو تخمونو، کيمياوي سرې او درملو مرستې زياتې کړي.»
Views: 41
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن