ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بېوزلي او معلولیت؛ په دایکنډي کې د بي­ بي ګل له کړاوه ډکې ورځې

بېوزلي او معلولیت؛ په دایکنډي کې د بي­ بي ګل له کړاوه ډکې ورځې

author avatar
19 Jun 2022 - 15:46
بېوزلي او معلولیت؛ په دایکنډي کې د بي­ بي ګل له کړاوه ډکې ورځې
author avatar
19 Jun 2022 - 15:46

نیلي (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۱): ۲۷ کلنه بي‌­بي ګل – چې اوسمهال د دایکنډي ولایت په مرکز کې اوسېږي – د خپل معلول خاوند له بد حالت او خپلو اقتصادي ستونزو شکایت کوي.

نوموړې د خدیر ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې ده او اوسمهال له خپل خاوند او ماشومانو سره د دایکنډي د مرکز په «سوختوګ» کلي کې ژوند کوي.

بي­بي ګل وايي، درې کاله کېږي چې له حنیف سره یې واده کړی او خاوند یې چې اوس ۳۰ کلن دی، له ماشومتوبه معلول و.

دغه ښځه او مېړه اوس دوه ماشومان هم لري؛ خو د ځان او ماشومانو په ساتنه او پالنه کې له بېوزلۍ او ناوړه اقتصادي حالته شکایت لري.

دغه مېرمن وايي، خاوند یې په یو لاس، یوه پښه او نیم مخ معلول دی او د ګرځېدو او کار کولو توان نه لري.

د نوموړې پر وینا، د روان کال له پیله تر اوسه یې کوم مرستندوی بنسټ د کور دروازه نه ده ور ټکولې او د دوی حالت یې نه دی لیدلی. هغې زیاته کړه، څو ځله د دغو موسسو او بنسټونو تر دروازو ورغلې، خو بې پایلې وه.

بي­بي ګل وویل، په تېرو کلونو کې به مرستې ورسره کېدلې، خو اوس اړ دي چې په سوالګرۍ سره خپله شپه او ورځ تېره کړي.

په ورته وخت کې، نوموړې له حکومت او مرستندویه موسسو تمه لري، څو کلي ته یې ورشي او د ژوند حالت یې له نږدې وګوري.

له بلې خوا، د معلولینو د ودې بنسټ مسوول محمد دانش هم د دغې کورنۍ بد اقتصادي وضعیت تاییدوي. ده وویل، څو ځله یې د بي­بي ګل او د هغې د معلول مېړه اقتصادي ستونزې یې له موسسو سره شریکې کړې دي؛ خو پایله یې نه درلوده.

د دانش پر وینا، په دایکنډي کې ۹۹ سلنه معلولیت لرونکي کسان د بې‌کارۍ، فقر او تنګ­لاسۍ له ستونزو کړېږي.

دانش زیاته کړه، حکومت د دغه ولایت د معلولینو د تېر کال د شپږو میاشتو او سږ کال معاشونه نه دي ورکړي او دا پر دغو کورنیو د سختو اقتصادي فشارونو لامل شوی دی.

نوموړي څرګنده کړه چې د دایکنډي په کچه ۱۰زره معلولیت لرونکي کسان ثبت او راجسټر شوي دي او که رسېدنه ورته ونه شي، پر دوی سربېره به د هغوی ماشومان هم د لوږې له امله له منځه ولاړ شي.

وموغوښتل چې په دې اړه د دغه ولایت د شهیدانو او معلولینو ادارې د مسوولانو نظر هم ولرو، خو څوک مرکې ته حاضر نه­‌شول.

Visits: 20

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.