Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال‌اباد کې د وسله‌والو غلو له لوري د يوه ډاکټر وژل کېدو خلک اندېښمن کړي

جلال‌اباد (پژواک،  ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۱): د ننګرهار مرکز جلال‌اباد ښار کې د وسله‌والو غلو له لوري د يوه ډاکټر وژل کېدو پېښې ځايي خلک اندېښمن کړي؛ دوی له امنیتي ادارو غوښتنه کوي چې د وسله‌والو غلو مخه دې ونيسي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ امنيتي ځواکونو هم هغه دوه ډلې وسله‌‌وال غله نيولي چې د طالبانو له نامه په ګټنې يې د خلکو کورونه لوټل او درې سوداګر يې اختطاف کړي وو.

د يوې وسله‌والې ډلې له خوا څلور ورځې وړاندې د جلال‌اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند چپرهار هډې سيمه کې يو ډاکټر لومړى لوټل شوی او بيا په چړو وهل شوی و چې پرون يې د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.

د سپين غر د لوړو زده‌کړو موسسې د يوې اعلاميي په خپرولو سره د  ډاکټر ولي محمد مړینه تاييد کړې او ويلي دي چې وسله‌والو غلو له نوموړي څخه مبايل او کمپيوټر هم وړي دي.

د دغه ډاکټر ورور محمد‌سليم نېکمل د غبرګولي په ۲۹مه پژواک اژانس ته وويل چې ډاکټر ولي پرون په روغتون کې ساه ورکړې او نن يې جنازه ترسره شوه.

هغه له امنيتي ادارو وغوښتل چې د ورور قاتلين يې پيدا او قانوني چلند ورسره وکړي.

بلخوا، د دغه ډاکټر وژل کېدو د ننګرهار اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

د ډاکټر ولي يو ملګری او د جلال‌اباد ښار اوسېدونکی فريد‌الله وايي، له هغه راهیسې چې دغه پېښه شوې، په ښار کې په ډار تګ راتګ کوي.

هغه وويل: «امنيتي مسوولين بايد د غلو مخه ونيسي، راپيدا او سخته سزا دې ورکړي.»

د جلال‌اباد ښار يو بل اوسېدونکی محمد‌يوسف وايي، د موټرسايکل سپرو وسله‌والو له لوري غلاوې ډېرې شوې دي او هره ورځ د ښار مختلفو برخو کې کسان لوټل کېږي.

دی وايي، کله چې خلک له غلو سره مقاومت وکړي، هغوی يې په چړو وهي، ټپيان کوي يې چې کله ناکله د مرګ تر بريده هم رسېږي.

د ډاکټر ولي د وژل کېدو له امله د ټولنيزې شبکې (فېسبوک) کاروونکو هم پراخ غبرګونونه ښودلي دي.

دوی امنيتي ادارې د خلکو د امنيت په ټينګښت کې پاتې ګڼي او غوښتنه ترې کوي چې د خلکو امنيت بايد تامين کړي.

د دوی له ډلې الله‌داد مومند ليکلي: «د اسلامي امارت سرتېري دې د غلو په برخه کې خپل پخوانۍ کړنې بيا راتازه کړي، طالبانو نه هيله لرم چې غله يې ونيول، د رحم ګوزار دې پرې نه کوي، سخترينه سزا او زدن دې ورکړي.»

په همدې حال کې، د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، د امنيت د ټينګښت لپاره يې هلې ځلې ګړندۍ کړې دي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصیر زابلی وايي، د امنيتي ځواکونو د نوي يونيفورم په تطبیق سره به دا ستونزه تر ډېره حل شي.

هغه وايي، کله چې کابل کې پوليسو ته يونيفورم بشپړ شو، ننګرهار او نورو ولايتونو ته به هم دغه لړۍ وغځول شي.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په ټول هېواد کې د ډاډمن امنيت خبره کېږي، خو د وسله‌والو غلاو په تړاو په بېلابېلو ولايتونو کې شکايتونه ډېر شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.