Language

ننګرهار کې چاودنې دوه کسان وژلي او ۲۸ نور ټپيان دي

جلال‌اباد (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۱): د ننګرهار ولايت د شينوارو ولسوالۍ په بازار کې د چاودنې له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي او د پنځو امنيتي کسانو په ګډون ۲۸ نور ټپيان شوي دي.

چارواکي وايي، چاودنه نن سهار نهه بجې د دغې ولسوالۍ شيرګړ بازار کې د ولسوالۍ د روغتیا د مدير پر موټر شوې ده.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست پژواک خبري اژانس ته تاييد کړه چې چاودنه نن سهار د شينوارو ولسوالۍ د روغتيا د مدير شاه محمود پر موټر شوې ده.

د دغه رياست د معلوماتو له مخې، چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او د پنځو امنيتي کسانو په ګډون ۲۸ نور ټپيان شوي دي.

دغه‌راز، د جلال‌اباد د حوزوي روغتون يوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط پژواک ته وويل چې د چاودنې له ځايه دوی ته له ٢٠ زيات ټپيان وروړل شوي چې د څلورو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د سيمې يوه اوسېدونکي عزيزخان هم پژواک ته وويل چې په چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او يو شمېر نور چې هغه ته يې دقيق معلومات نه و، ټپيان شوي دي.

د چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستى.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې يو ځل بيا د پلازمېنې کابل په ګډون ځینو ولایتونو کې چاودنې ډېرې شوې دي.