ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دایکنډي کې یوه خبریاله د بې‌ځایه شوو کورنیو ماشومانو ته وړیا زده‌کړې ورکوي

دایکنډي کې یوه خبریاله د بې‌ځایه شوو کورنیو ماشومانو ته وړیا زده‌کړې ورکوي

author avatar
22 Jun 2022 - 19:22
دایکنډي کې یوه خبریاله د بې‌ځایه شوو کورنیو ماشومانو ته وړیا زده‌کړې ورکوي
author avatar
22 Jun 2022 - 19:22

نیلي (پژواک، ۴چنګاښ ۱۴۰۱): د ډایکندي ولایت یوه خبریاله انیسه نجفي وایي چې بېځایه شوو او مهاجرو ماشومانو ته په یوه دولتي ښوونځي کې په وړیا ډول تدریس کوي.

انیسې نجفي پژواک خبري اژانس ته وویل، پخوا یې په دایکنډي کې له یوې رسنۍ سره کار کاوه خو اوس چې اوزګاره شوې، له یوې میاشتې را په دېخوا په یوه ښوونځي کې چې بېځایه شوي ماشومان زده کړې په کې کوي، په وړیا ډول تدریس کوي.

هغه وايي، دا پرېکړه يې هغه مهال وکړه چې د لومړنيو ښوونځيو ځيني ټولګي د ښوونکو د نشتوالي له امله تړل شوي وو او له دې پرېکړې سره یې د ټولګیو د تړل کېدو مخه نیولې  ده.

د درخشان په نوم دغه لومړنی ښوونځی د دایکندي د مرکز اړوند د کډوالو ښارګوټي کې دی او ټول زده کوونکي یې هغه ماشومان دي چې له نورو ولایتونو، ولسوالیو او سیمو رابېځایه شوي دي.

هغه وایي، اوسمهال د دغه ښوونځي درېیم ټولکي ته درس ورکوي او د اړتیا په وخت کې له نورو ښوونکو سره هم مرسته کوي او نورو ټولګیو ته هم درس ورکوي.

هغه زیاتوي چې د دغه کار لپاره یې د هیڅ ډول معاش او امتیاز غوښتنه نه ده کړې او په ډېره لېوالتیا او مینه دغه کار کوي.

خو هغه وایي، د درخشان لومړنی ښوونځی ودانۍ نه لري او زده کوونکي یې تر خېمو لاندې درس وایي.

له بلې خوا، دغه زده کوونکي د درسي کتابونو او درسي توکو له کمښت سره مخ دي.

د نجفي په وینا: «د دایکنډي د کډوالو ښارګوټي اوسېدونکي هغه کورنۍ دي چې د جګړو، بې کارۍ او بېوزلی له امله رابېځایه شوې او ډېرې یې له ایرانه دلته راغلې دي.»

هغې زیاته کړه، یاد زده کوونکي د ټولو ستونزو په زغملو سره په ډېره لېوالتیا زده کړې کوي.

په همدې حال کې کوم زده‌کوونکي چې په دغه ښوونځي کې زده‌کړې کوي د یادې ښوونکې له چلنده راضي دي.

د درخشان ښوونخي یوه زده‌کوونکي هادي  وویل چې د خپلې ښوونکې له تدریسه رضایت لري، خو د دایکنأي د پوهنې له مسوولینو غواړي څو نور ښوونکي هم ورته وګوماري او ښوونځي ته دې ودانۍ جوړه کړي.

له بلې خوا د درخشان لومړني ښوونځي مسوولین وایي، خوښ دي چې داسې یوه خیرخواه حاضره شوې او د دغه ښوونځي زده‌کوونکو ته تدریس کوي.

د دغه ښوونځي مدیر عین‌الله وویل، درې کاله کېږي چې دغه ښوونځی فعالیت کوي، خو تر اوسه ودانۍ نه لري، او زده کوونکي یي په کرايي کورونو او خېمو کې زده‌کړې کوي.

هغه زياته کړه چې په دې وروستيو کې يې د ښوونکو د کمښت له امله د دغه ښوونځي د يو شمېر ټولګيو تړلو پرېکړه کړې وه، خو د انيسې نجفي په راتګ سره دغه ستونزه هواره شوې ده.

د هغه په وینا، دغه ښوونځی په ۶ ټولګیو کې ۱۶۰ زده کوونکي لري چې د ۴ ښوونکو له خوا درس ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې هم د دایکنډي د پوهنې رییس مفتي رحمت‌الله مدثر پژواک خبري اژانس ته د ښوونکو د کمښت او د ودانیو نشتوالی ستونزه منلې وه.

د مدثر په وینا، دایکنډي کې ښوونځي ټول ۲۵۰۰ ښوونکي کمبود لري او د ۴۴۴ ښوونخیو له ډلې ۲۱۱ یې ودانۍ نه لري.

دا په داسې حال کې چې پوهنې وزارت څو ورځې مخکې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د ښوونکو او اداري کارکوونکو ۷ زره بستونه اعلان کړي وو.

Visits: 136

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.