اتلانتا (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د امریکا سپینې ماڼې په افغانستان کې د زلزلې پر زیانونو خپګان څرګند کړی او ویلي یې دي چې زیانمنو ته د مرستو پر راټولولو کار کوي.
وړمه شپه د کابل په ګډون په خوست، پکتیکا، پکتیا، غزني او ننګرهار ولایتونو کې د ریختر په کچه ۶،۱ درجې زلزلې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د افغانستان سرپرست حکومت ویلي چې په خوست او پکتیکا ولایتونو کې شاوخوا زر کسان مړه او تر ۱۵۰۰ نور ټپیان او سلګونه کورونه ړنګ شوي دي.
ځایي چارواکو ویلي چې ډېر خلک اوس هم تر خاورو لاندې دي او ښایي د مرګژوبلې شمېره لوړه شي.
د امریکا متحده ایالتونو د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان د چنګاښ په لومړۍ نېټه په واشنګټن کې ویلي چې ولسمشر جوبایډن د امریکا نړیوالې پرمختیایي ادارې “USAID” او د فدرالي حکومت نورو شریکانو ته سپارښتنه کړې چې د دغه ناورین له زیانمنو سره د امریکا د مرستو لارې چارې وارزوي.
د سپینې ماڼۍ له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د سلیوان په حواله لیکلي چې امریکا له افغانستان سره د بشري مرستو کولو برخه کې ستر هېواد دی.
سرچینې زیاته کړې: “زموږ شریکانو د بشري مرستو برابرولو، لکه د طبي مراقبتونو او د سرپناه لپاره د موادو چمتو کولو لړۍ پیل کړه ده.”
نوموړي زیاته کړې چې امریکا په افغانستان کې د زیانمنو کسانو ملاتړ کوي او د هغوی ترڅنګ ولاړه ده.
بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یوه ټویټ کې لیکلي چې د افغانستان زلزله ستره تراژیدي ده او زیاته کړې یې ده چې په دغه هېواد کې یې شته ناوړه بشري وضعیت نور هم زیات کړی دی.
The earthquake in Afghanistan is a great tragedy, adding to an already dire humanitarian situation. We grieve for all the lives lost and the hardships Afghans continue to face. The U.S. is working with our humanitarian partners to send medical teams to help those affected.
— Secretary Antony Blinken (@SecBlinken) June 22, 2022
هغه زیاته کړې، امریکا له خپلو همکارانو سره کار کوي چې له زیانمنو سره د مرستې لپاره سیمې ته طبي ټیمونه واستوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم یوه خبرپاڼه خپره کړې او د افغانستان له زلزلهځپلو سره یې ژوره خواخوږي څرګنده کړې او هغو کسانو ته یې تسلیت وړاندې کړی چې په دې پېښه کې یې عزیزان له منځه تللي دي.
سرچینې زیاته کړې، امریکا د افغانستان له خلکو سره ولاړه ده او د افغانانو بشري اړتیاوو ته به د ځواب ورکولو په هدف د نړیوالې ټولنې رهبري ته دوام ورکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن