کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) مشره کندهار ته په خپل سفر کې ویلي، تېر کال د بېلابېلو ادارو پر مټ ۲۶ میلیون افغانانو ته بشري مرستې رسول شوې او په وینا یې، هڅه کوي په راتلونکي کې د افغانستان لپاره بودجه ډېره کړي.

د کندهار د ولایت مقام رسنیز دفتر خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت مرستیال والي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) له مشرې روزا اوتونبایوا سره ولیدل.

اوتونبایوا ویلي، در کاله کېږي په افغانستان کې ده، په دې درېیو کلونو کې یې پوره هڅه کړې څو د افغانستان او نړۍ ترمنځ اړیکې ټینګې او پياوړې کړي.

هغې زیاته کړې، کندهار ته یې په دې موخه سفر کړی څو دلته له خلکو سره د کوکنارو د بدیل کښت په اړه له نږدې خبرې وکړي او بیا په راتلونکي کې په یاده برخه کې همکاري وکړي.

د هغې په خبره، د افغانستان له مرکزي بانک سره ګډ کار کوي څو خلکو ته د پور ورکولو برخه کې همکاري وکړي او بیا خلک له یادې لارې کوچني کاروبارونه پيل کړي.

نوموړې وویل، تېر کال یې د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو پر مټ ۲۶ میلیون افغانانو ته بشري مرستې رسولې دي او هڅه کوي څو د افغانستان لپاره مالي بودجه په راتلونکي کې ډېره او د بشري مرستو سربېره نورې اړینې پروژې هم تطبیق کړي.

د کندهار مرستیال والي وویل، نړۍوال دې په افغانستان کي د پانګونې لپاره بېلابېل دلیلونه نه بیانوي، هغه اساسي اړتیا چې امنیت دی، اوس بشپړ تأمین دی او تر بل هر وخت په افغانستان کې پانګونې ته زمینه ډېره برابره ده.

مرستیال والي له اوتونبایوا غوښتنه وکړه څو د خلکو لپاره اساسي پروژې تطبیق کړي، د نشهيي توکو د بدیل کښت برخه کي ژر تر ژره عملي ګامونه واخلي او هم پر نشه د روږدو کسانو د درمنلې برخه کې له اړوند ادارو سره بشپړه همکاري وکړي.