اتلانتا (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۱): د راپورونو له مخې، د سوېلي افریقا د «ایسټ لندن» ښار په یوه نایټکلب کې د ۲۲ کسانو مړي موندل شوي دي.
د دغه هېواد ځایي رسنیو خبر ورکړی چې د وژل شوو کسانو جسدونه د یکشنبې ورځ سهار د انیوبیني په نوم یوه میخانه کې موندل شوي او یو شمېر کسان ټپیان شوي هم دي.
پولیسو ویلي چې د پېښې په تړاو یې څېړنې پیل کړې خو زیاتوي چې دمګړۍ هیڅ ډول اټکل نه شي کولی چې دا پېښه څرنګه رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاته کړې چې له سیمې څلور ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.
د پولیسو مشر رسنیو ته ویلي چې په وژل شوو کې ډېر یې ځوانان وو چې عمرونه یې د ۱۸ او ۲۰ کلونو ترمنځ وو.
Views: 91
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP