ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سوېلي افریقا د ایسټ‌لندن ښار یوه نایټ‌کلب کې ۲۲ مړي موندل شوي

د سوېلي افریقا د ایسټ‌لندن ښار یوه نایټ‌کلب کې ۲۲ مړي موندل شوي

author avatar
27 Jun 2022 - 01:18
د سوېلي افریقا د ایسټ‌لندن ښار یوه نایټ‌کلب کې ۲۲ مړي موندل شوي
author avatar
27 Jun 2022 - 01:18

اتلانتا (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۱): د راپورونو له مخې، د سوېلي افریقا د «ایسټ لندن» ښار په یوه نایټ‌کلب  کې د ۲۲ کسانو مړي موندل شوي دي.

د دغه هېواد ځایي رسنیو خبر ورکړی چې د وژل شوو کسانو  جسدونه د یکشنبې ورځ سهار د انیوبیني په نوم یوه می‌خانه کې موندل شوي او یو شمېر کسان ټپیان شوي هم دي.

پولیسو ویلي چې د پېښې په تړاو  یې څېړنې پیل کړې خو زیاتوي چې دمګړۍ هیڅ ډول اټکل نه شي کولی چې دا پېښه څرنګه رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې له سیمې څلور ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.

د پولیسو مشر رسنیو ته ویلي چې په وژل شوو کې ډېر یې ځوانان وو چې عمرونه یې د ۱۸ او ۲۰ کلونو ترمنځ وو.

Visits: 91

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.