ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې شخصي موزیم؛ لسګونه تاریخي اثار په کې ساتل کېږي

زابل کې شخصي موزیم؛ لسګونه تاریخي اثار په کې ساتل کېږي

author avatar
27 Jun 2022 - 16:00
زابل کې شخصي موزیم؛ لسګونه تاریخي اثار په کې ساتل کېږي
author avatar
27 Jun 2022 - 16:00

کلات (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۱): د زابل په مرکز کلات ښار کې یوه کس په خپل شخصي لګښت موزیم جوړ کړی چې لسګونه تاریخي اثار یې پکې خوندي کړي دي.

دغه موزیم د یاد ولایت د یوه اوسېدونکي نجیب‌الله رحمتي له خوا جوړ شوی چې خلک د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه لیدو ته یې ورځي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه موزیم یې په خپل زیار او شخصي لګښت جوړ کړی چې په لومړیو کې یې د خپل کور یوه برخه ورته بېله کړې وه، خو اوس یې د کلات ښار بادام‌ګل ماڼۍ ته رالېږدولی څو خلک په ازادنه توګه ترې لیدنه وکړي.

هغه زیاته کړه، د دغه موزیم له جوړولو یې موخه د هېواد پر تاریخ او کلتور د خلکو خبرول دي.

رحمتي وايي، په موزیم کې یې تر ۲۰۰ قلمه تاریخي بېلابېل اثار- چې د ځینو مخینه تر ۸ پېړیو رسېږي – خوندي کړي دي.

نوموړي وویل: «په موزیم کې مې د لسګونو نورو تاریخي اثارو ترڅنګ د میرویس خان نیکه د وخت یوه توره خوندي کړې چې قدامت یې ۳۵۰ کلونو ته رسېږي. دغه‌راز له خاورو جوړه یو کټو مې هم ساتلې چې ۴۰۰ کاله قدامت لري، د دې ترڅنګ مې له خاورو او ډبرو جوړ شیطان څراغ- چې ۲۵۰ کاله قدامت لري- هم په دغه موزیم کې خوندي کړي دي.»

هغه له خاورو او ډبرو جوړ لوښي، ځیني پخواني توپک، ګاڼې او نور هغه توکي یاد کړل چې په دغه موزیم کې يې خوندي کړي دي.

دی وايي، د دغو اثارو ډېره برخه یې په خپل شخصي لګښت پېرلې او له قاچاق کېدو ژغورلي او دغه‌راز ځیني اثار بیا د ډالۍ په توګه هم ورکول شوي چې ده خوندي کړي دي.

د هغه په وینا، خلک کولای شي له دغو تاریخي اثارو وړیا لیدنه وکړي، خو په راتلونکې کې پلان لري چې د دغو تاریخي اثارو د نندارې په بدل کې له خلکو یوه اندازه فیس واخلي څو دغه موزیم پرې لا غني کړي.

رحمتي زیاتوي، د موزیم لپاره یې د یوې معیاري ودانۍ جوړولو په موخه څو ځلې له حکومته د ۲زره جریبه ځمکې غوښتنه هم کړې ده، خو نه ده ورکول شوې.

هغه کسان چې له دغه موزیمه یې لیدنه کړې وايي، دلته اېښودل شوي تاریخي اثار د یوه لوی او لرغوني تاریخ ښکارندویي کوي چې باید په ښه ډول یې ساتنه وشي.

د شمس‌الله په نوم یوه ځوان پژواک خبري اژانس ته وویل، اوس چې دغه موزیم بادام ګل ماڼۍ ته لېږدول شوی لیدونکي یې هم ډېر شوي دي.

هغه زیاته کړه:«موږ په دغه او د هېواد په نورو موزیمونو کې داسې تاریخي اثار لرو چې زموږ د هېواد لرغونتوب په ګوته کوي؛ ډېر هېوادونه داسي اثار نه لري، دا زموږ د اوږده تاریخ ژوندۍ بېلګې دي چې ټول ولس یې باید په ښه توګه ساتنه وکړي.»

دی وايي، کله چې تاریخي اثار ویني نو د هېواد تېر تاریخ ور یادوي.

نوموړی غوښتنه کوي چې اوسنی حکومت دې د هېواد د تاریخي هویت ساتلو په برخه کې لازم اقدامات وکړي.

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي رحمت‌الله حماد وايي، دغه موزیم چې د دغه ولایت د یوه اوسېدونکي په زیار او نوښت جوړ شوی، له دوی سره ثبت دی.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل: «موزیم که شخصي وي، ځانګړی ارزښت لري، موږ د دغسې کړنو او فعالیتونو ملاتړ کوو.»

د یادونې ده چې پر زابل سربېره په ځینو نورو ولایتونو کې هم په دولتي کچه د موزیمونو ترڅنګ یو شمېر کسانو شخصي موزیمونه هم جوړ کړي او تاریخي اثار یې پکې خوندي کړي دي.

Views: 72

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.