Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د میدان وردګو د سیداباد خلک په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړوي

د میدان وردګو د سیداباد خلک په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړوي

author avatar
28 Jun 2022 - 13:16
د میدان وردګو د سیداباد خلک په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړوي
author avatar
28 Jun 2022 - 13:16

میدان ښار (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۱): د میدان وردګو ولایت د سيداباد ولسوالۍ اړوند د ګوربت سيمې خلکو په شخصي لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ جوړولو چارې پيل کړې او شاوخوا ۶۰ سلنه کارونه يې بشپړ شوي دي.

دغه خلک له حکومته غواړي چې د ښوونځي ودانۍ په جوړولو کې دې ورسره مرسته وکړي.

ګوربت هغه سيمه ده چې د خلکو په وينا يې شاوخوا ۹۰ سلنه وګړي يې نالوستي دي؛ نو نږدې ۱۱ کاله مخکې د انجنير هزار ګل په نوم يوه کس له نالوستۍ سره د مبارزې په موخه په وړيا توګه ماشومانو ته تر شنه اسمان لاندې تدریس پيل کړ.

انجنیر هزار ګل - چې اوس د ياد منځني ښوونځي سرښوونکی دی - پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوی يوه محرومه او لرې پرته سيمه ده چې له ۱۳۹۰ لمریز کال مخکې يې هېڅ ښوونځی نه درلود.

ده زياته کړه: «ما په ۱۳۹۰ لمریز کال کې په وړيا توګه د سيمې ماشومانو ته تر شنه اسمان لاندې تدریس پيل کړ، دوې میاشتې وروسته مې د «غازي تاج‌محمد خان» په نوم د ابتدايې ښوونځي منظوري ترلاسه کړه، په ۱۳۹۳ کې وتوانېدو چې متوسطه يې کړو.»

د نوموړي په وینا چې دغه سيمه تل د حکومت له سترګو پناه پاتې شوې، په ځانګړې توګه د پوهنې برخې ته یي هېڅ پام نه دی شوی او له همدې امله ډېری خلک یي سواد نه لري.

هغه وویل: «ګوربت د مجاهدينو کور پاتې شوی، خلک يې له دین او پوهې سره لېونۍ مينه لري، خو متاسفانه ياده سيمه تل د حکومتونو له سترګو پناه پاتې شوې، نو ځکه يې ډېری خلک بېسواده دي.»

د يادې سيمې خلک هم له حکومته غواړي چې د دوی ستونزو او په ځانګړې توګه پوهنې برخې ته دې پاملرنه وکړي.

د سیداباد ولسوالۍ د باغک کلي د ګوربت ساحې يوه اوسېدونکي محمدوصیل وویل چې د دوی په سیمه کې شاوخوا ۱۲۰۰ کورنۍ اوسېږي، پخوا هلته هیڅ ښوونځی نه و او له همدې امله د سيمې له ۹۰ سلنه ډېر خلک یې نالوستي دي.

ده زياته کړه چې په ۱۳۹۰ لمریز کال کې د سيمې اوسېدونکو په هلو ځلو له پوهنې وزارت څخه د «غازي تاج محمدخان» په نوم د يوه لومړني ښوونځي منظوري ترلاسه شوه او په ۱۳۹۲ کې منځنی ښوونځی شو.

نوموړي دغه‌راز وويل چې له ۱۳۹۰ کال مخکې، د ګوربت کم شمېر ماشومان لرې ښوونځیو ته تلل او د لارې اوږدوالي او جګړو له امله له سختو ستونزو سره مخ وو.

هغه زياته کړه، شاوخوا څلور مياشتې مخکې د سيمې خلکو په خپل شخصي لګښت د دغه ښوونځي د ودانۍ جوړولو اقدام وکړ او څه باندې ۶۰ سلنه کارونه يې بشپړ شوي دي.

هغه هم له حکومته وغوښتل چې د ښوونځي ودانۍ په جوړولو کې دې د خلکو ملاتړ وکړي او خپل مسووليت دې ترسره کړي.

د غازي تاج‌محمد خان منځني ښوونځي مدیر سید حبیب پژواک ته وویل چې تر دې مهاله یې د نهم ټولګي درې دورې فارغان ورکړي او اوسمهال په دغه ښوونځي کې شاوخوا ۵۸۰ زده‌کوونکي زده کړې کوي.

ده وویل: «تقریبا په دې منطقه کې ۹۵ فیصده خلک بې‌سواده وو، ځکه نږدې مکتبونه نه و چې شاګردان ورشي، د بې‌سوادۍ کچه اوج ته رسېدلې وه.»

نوموړي زياته کړه چې د سیمې خلکو شاوخوا څلور مياشتې وړاندې د غازي تاج‌محمد خان منځني ښوونځي لپاره په شخصي لګښت د ودانۍ جوړولو اقدام کړی او اوس يې کارونه تر ډېره بشپړ شوي دي.

د پژواک خبریال د ګوربت د خلکو دغه غوښتنه د ياد ولایت له پوهنې رياست سره شريکه کړه او دغه ریاست د ګوربت د خلکو د دغه اقدام د ستاينې ترڅنګ د مرستې ژمنه هم وکړه.

د میدان وردګو د پوهنې رییس مولوي ګل‌ولي متقي پژواک ته وويل چې دوی د پوهنې برخې له مرستندويه بنسټونو سره په ګډه، د هېواد بچيانو ته د ښوو زده‌کړو زمينه برابروي.

ده زياته کړه، د اقتصادي سرچینو د کمښت له امله په ډېری ښوونځيو کې ورته ستونزې شته دي، خو دوی به د پوهنې برخې له ملاتړو بنسټونو سره په ګډه ورته رسېدنه کوي.

د يادونې ده چې لا هم د هېواد په ډېرو لرو پرتو سيمو کې ښوونځي نشته او ماشومان له زده‌کړو بې برخې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.