Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خلک په کندهار کې د غلاوو له ډېرېدو شکایت کوي

خلک په کندهار کې د غلاوو له ډېرېدو شکایت کوي

author avatar
30 Jun 2022 - 12:41
خلک په کندهار کې د غلاوو له ډېرېدو شکایت کوي
author avatar
30 Jun 2022 - 12:41

کندهار (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۱): د کندهار اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې یو ځل بیا غلاوې ډېرې شوې دي چې دوی ته یې لوی سرخوږی جوړ کړی دی.

دوی زیاتوي، غله په رڼا ورځ د لارو پر سر له خلکو وسایط او موبایلونه اخلي او یا هم کورونو ته اوړي، نغدې پیسې او نور قیمي توکي ترې وړي.

دوی له حکومته غوښتنه کوي چې د کاري فرصتونو په ډېرولو او نورو لارو چارو دې د غلاوو مخنیوی وکړي.

د غلا وروستۍ لویه پېښه درې ورځې مخکې د دامان ولسوالۍ په خوشاب سیمه کې شوې چې غلو یو کس له صرافي مارکېټ څخه تعقیب کړی و او ۲،۲ میلیونه افغانۍ یې ورڅخه اخیستې وې.

د کندهار ښار د ۹مې امنیتي حوزې اوسېدونکي نصیر احمد پژواک خبري اژانس ته وویل، څو ورځې مخکې یې کور ته غله ور اوښتي وو  ۲۰۰زره کلدارې یې ترې وړې دي.

هغه زیاتوي، همدا یې ټوله هستي وه چې په کلونو زیار او زحمت یې پیدا کړې وه.

نوموړی وايي، امنیتي ځواکونه باید دوامداره ګزمې وکړي، هغه کسان ونیسي او سخته سزا ورکړي چې غلاوې کوي.

د کندهار ښار بل اوسېدونکی امیر محمد وايي، څو ورځې مخکې غلو په رڼا ورځ د ده له یوه خپلوان څخه زرنج ریکشا بوتله چې خپلې کورنۍ ته یې ورباندې نفقه برابروله.

ده پژواک اژانس ته وویل، اوس یې دغه خپلوان بې‌روزګاره ګرځي او حیران دی چې څه وکړي.

نوموړی وايي: «غله دومره ډېر شوي چې له کورونو او جوماتونو ان لمریزې هېندارې هم غلا کوي، خو د مخنیوي لپاره یې هیڅ اقدام نه دی شوی.»

خلک د غلاوو د ډېرېدو لامل بې‌روزګاري بولي او وايي، که خلکو ته د کار زمینه برابره شي نو غلاوې به کمې شي.

د کندهار ښار د ۵مې ناحیې اوسېدونکی سید ولي وايي، پخوا هم هم غله وو، ډېر به یې نشه‌یان وو، هغوی لویې غلاوې نه کولې، اوس خو غله له خلکو پیسې، وسایط او نور قیمتي توکي اخلي چې لوی لامل یې بې روزګاري ده.

هغه زیاته کړه: «زما په نظر د غلاوو د زیاتوالي لوی لامل بې‌کاري ده، بې شمېره کسان بې‌کاره دي، په دوی کې به خامخا یو څوک له مجبورۍ څخه غلا ته لاس اچوي، نو که خلکو ته د کار زمینه برابره شي، غلاوې به هم کمې شي.»

د کندهار امنیه قوماندان مولوي رحیم‌الله محمود د غلاوو ډېروالی تاییدوي، خو وايي چې په دغه ولایت کې غله له تېر نظامه پاتې دي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، له روژې میاشتې وروسته امنیتي ځواکونو په کندهار کې له ۲۰۰ ډېر غله نیولي چې ډېری یې په لویو غلاوو کې ښکېل دي.

هغه زیاتوي، د نیول شوو غلو له ډلې یې ځینو ته ان پنځه یا شپږ کاله سزا ټاکلې ده، خو د غلاوو په مخنیوي کې د خلکو همکاري مهمه ده.

نوموړی وايي: «غله د پخواني حکومت له وخته پاته دي، ځکه هغه وخت امنیتي ځواکونه په خپله ورسره شریک وو، د غلو ډلې جوړې شوې وې خو اوس موږ ډېر نیولي دي او لا یې هم د نیولو لپاره زموږ مجاهدین منظمې ګزمې کوي.»

هغه له خلکو وغوښتل چې د غلو او نورو شکمنو کسانو په اړه د نږدې امنیتي پوستو او امنیې قوماندانۍ شمېرو ته زنګ ووهي، څو د غلاوو او نورو پېښو مخنیوی وشي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.