ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“جلال اباد ښار کې د عملیاتو پرمهال پنځه داعش وسله وال ووژل شول“

“جلال اباد ښار کې د عملیاتو پرمهال پنځه داعش وسله وال ووژل شول“

author avatar
1 Jul 2022 - 00:28
“جلال اباد ښار کې د عملیاتو پرمهال پنځه داعش وسله وال ووژل شول“
author avatar
1 Jul 2022 - 00:28

جلال اباد (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۱): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، جلال اباد ښار کې د استخباراتو رياست له لوري پر يو کور ځانګړي عمليات ترسره شوي چې په پایله کې یې پنځه داعش وسله وال وژل شوي او دوه نور يې ژوندي نيول شوي دي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د چنګاښ په ۹مه پژواک اژانس ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن تر مازيګر وروسته د جلال اباد ښار څلورمې ناحيې روښان مېنې سيمه کې پر يو کور عمليات ترسره شوي.

د خبرپانې په حواله، عمليات د استخباراتو رياست ځواکونو په هغه کور کړي چې په کې داعش وسله وال پټ شوي وو.

په خبرپانه کې ادعا شوې چې د دغو عملياتو په پايله کې يې د يو قوماندان په ګډون پنځه داعشيان وژلي او دوه نور يې ژوندي نيولي دي. خبرپانه کې د دغه ولايت د استخباراتو د رييس ډاکټر بشير له قوله راغلي چې په ياد کور کې داعش وسله والو ماينونه د تخريبي کړنو په موخه جوړول چې د دوی له لوري کشف او عمليات پرې وشول.

په ورته وخت کې د سيمې خلکو د چاودنې او جګړې راپورنه ورکول خو د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند رسنيو ته يوازې د دوو ماينونو د کشف او ورته د چاودنې ورکړې يادونه رسنيو ته کړې وه.

داعش وسله والو تر اوس لا په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Visits: 311

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.