Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کونړ کې د لسګونو چهارتراش لرګیو د قاچاق مخه نیول شوې

اسعداباد (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۳): د کونړ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې یې د ۱۵۰ جوړو چهارتراش لرګیو د قاچاق مخه نیولې ده.

د کونړ امنیه قوماندان مولوي ضیاءالحق حامد پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه د ځنګلونو د ساتنې قطعې د ځانګړو عملیاتو پر مهال په چپې درې ولسوالي کې ۱۵۰ جوړې چهارتراش لرګي چې په ناقانونه توګه په قاچاقي لارو لېږدول کېدل، نیولي دي.

هغه وویل: «د ځنګلونو د ساتنې بیدارې قطعې په خپلو هڅو د چپې درې اړوند سیمه کې د نښترو وهل شوي لرګي چې چهارتراش سلیفر ترې جوړ شوي وو او په پټه او ناقانونه لارو د خرڅلاو په موخه نورو سیمو ته لېږدول کېدل ونیول شول.»

د نوموړي په خبره، د یادو لرګیو قاچاق‌کوونکي په تېښته بریالي شوي چې د نیولو هڅې یې روانې دي.

هغه دغه راز وویل، تېرو څه باندې درېیو کلونو کې یې د لرګیو د قاچاق په تور ۳۹۰ کسان نیولي او عدلي او قضایي ارګانونو ته یې ورپېژندلي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.