کلات (پژواک ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۱): د زابل مسوولین وايي، په مرکز کلات او شاجوی ولسوالۍ کې د پاکو اوبو رسولو دوه پروژې بشپړې شوې.
د زابل د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي حکمت الله رهبر پژواک خبري اژانس ته وویل، د مرکز کلات اړوند د سپینې اغبرګې او د شاجوی ولسوالۍ د چینو سیمې د کلينیکونو لپاره د پاکو اوبو رسولو شبکه او تشنابونه يې په اساسي ډول رغولي دي.
د ده په وینا، دا پروژې د یونیسف په مالي همکارۍ چې د پروژې د تطبیق څار د بشري ځواک د پراختیا او بقا ادارې (HRDA) پر غاړه وې، د دوو میاشتو په جریان کې پای ته رسېدلې دي.
نوموړي زیاتوي، د اوبو رسولو او تشنابونو د جوړېدو پر دې پروژو (۲۵۶۲۹۷۰) افغانۍ لګښت راغلی چې د یونسیف نړیوالې ادارې له خوا ورکړل شوی دی.
هغه وايي، د دې پروژو په ګټې اخیستنې سره د سیمې د کلينیکونو د پاکو اوبو رسولو ستونزې حل شوې دي.
د زابل د کلیو د پراختیا او بیارغونې رئیس همدا ډول وايي، د یونیسف په مالي مرسته په مرکز کلات او څو ولسوالیو کې یې زرګونو کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو شبکو کارونه دوام لري، چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او زرګونه کسان به ترې برخمن شي.
د هغه په وینا، د بیارغونې په دې پروژو کې د سیمې سلګونو اوسېدونکو ته هم د کار کولو زمینه برابره کړې، چې په ورځني ډول په دې پروژو کې کار کوي.
په زابل کې بقا ادارې (HRDA . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP