اټلانټا (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۱) : په ایران او متحده عربي اماراتو کې سخته زلزله شوې، خو په ایران کې یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
ایراني رسنیو خبر ورکړی چې دا زلزله تیره شپه په شاوخوا دوه بجو شوې او د ریختر په کچه ۶،۳ درجې وه.
د ایران ځایي چارواکو ویلي چې زلزله د فارس خلیج سره په څنګ کې د هرمزګان ولایت په ساحلي سیمه خمیر کې یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
ایراني مسوولیو ویلي چې تر اوسه پورې له دې زلزلې څخه د پنځو کسانو د مړینې او ۴۰ نورو د ټپي کیدو راپورونه ورکړل شوي دي.
بلخوا د متحده عربي اماراتو رسنیو هم هلته د زلزلې خبرونه ورکړي، خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې مخکې په افغانستان کې هم زلزله شوې وه او په خوست او پکتیکا ولایتونو کې یې تر درې زرو کسانو پورې یې مرګ ژوبله اړولې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP