ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ایران او اماراتو کې زلزله شوې، خو ایران کې یې مرګ ژوبله اړولې

ایران او اماراتو کې زلزله شوې، خو ایران کې یې مرګ ژوبله اړولې

author avatar
2 Jul 2022 - 08:01
ایران او اماراتو کې زلزله شوې، خو ایران کې یې مرګ ژوبله اړولې
author avatar
2 Jul 2022 - 08:01

اټلانټا (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۱) : په ایران او متحده عربي اماراتو کې سخته زلزله شوې، خو په ایران کې یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې دا زلزله تیره شپه په شاوخوا دوه بجو شوې او  د ریختر په کچه ۶،۳ درجې وه.

د ایران ځایي چارواکو ویلي چې زلزله د فارس خلیج سره په څنګ کې د هرمزګان ولایت په ساحلي سیمه خمیر کې یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

ایراني مسوولیو ویلي چې تر اوسه پورې له دې زلزلې څخه د پنځو کسانو د مړینې او ۴۰ نورو  د ټپي کیدو راپورونه ورکړل شوي دي.

بلخوا د متحده عربي اماراتو رسنیو هم هلته د زلزلې خبرونه ورکړي، خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې څو ورځې مخکې په افغانستان کې هم زلزله شوې وه او په خوست او پکتیکا ولایتونو کې یې تر درې زرو کسانو پورې یې مرګ ژوبله اړولې وه.

Visits: 759

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.