کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۱): په کابل کې یو شمېر ښځو د یوې خبري غونډې په ترڅ کې له حکومته غوښتنه وکړه چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي دې پرانیزي.
د اړوندې موضوع په اړه نن په کابل کې لسګونو ښځو اعتراضيه غونډه جوړه کړې وه.
د غونډې یوې ګډونوالې عینو ازبیک وویل چې حکومت دې د نجونو ښوونځي پرانیزي او دوی دې له زدهکړو نه محروموي.
هغې زیاته کړه، ښځو ته د زدهکړې اجازې نه ورکولو سره به د ټولنې ډېره برخه نالوستې پاتې شي.
نوموړې وویل: «ځینې داسې مېرمنې شته چې په کور کې څوک سرپرست نه لري او خپلو اولادونو ته همدا ښځه یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي او د داسې ښځو په کور کینول له دوی سره ظلم دی.»
د یادې غونډې يوې بلې ګډونوالې راضیه سحر هم وویل چې حکومت دې هر څه ژر له شپږم تولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانيزي.
د سحر په اند تعلیم د ښځو یو اساسي حق دی او څوک ترې دا حق نشي اخیستلای.
هغې زیاته کړه چې د ښځو پر وړاندې د ښوونځیو دروازې تړلو سره به په راتلونکي کې ټولنه له ډېرو ستونزو سره مخ شي.
د یادې اعتراضیه غونډې ځینو نورو ګډونوالو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې د نجونو ښوونځيو د پرانیستلو غوښتنه وکړه.
حکومتي چارواکو په دې وروستيو کې د نجونو ښوونځيو د پرانیستلو په اړه څه نه دي ويلي.
خو سږ کال د وري په دوېمه، د پوهنې وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي و، د پوهنې وزارت تر اوسه له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د تعلیمي لړۍ د پیل په اړه پرېکړه نه ده کړې او په دې اړه پر یوې طرحې کار روان دی چې پایلې به یې وروسته له هېوادوالو سره شریکې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP