کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۱): د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، د ښاري نظم په موخه د کابل ښار د سپرلیو موټرو، لکه ملي بس، کاسټر، ټونس او میرسیډیس- ته ځانګړي سټېکرونه ورکوي او د تګ راتګ مسیرونه یې ټاکل کېږي.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د ترافیکو ریاست، د کابل ښاروالۍ او د کابل امنیې قوماندانۍ ترمنځ د ټرانسپورټي تنظیم په موخه غونډه وشوه.
سرچینې لیکلي چې په غونډه کې د دغه وزارت د پالیسۍ او تخنیکي مرستیال دوکتور اکبرجان پولاد له خوا د غونډې ګډونوالو ته د ښاري تنظیم په اړه د ترانسپورټ وزارت طرحه او په همدې اړه د کابینې د پرېکړې په اړه معلومات وړاندې شول.
خبرپاڼه کې راغلي: «د ټرانسپورټ وزارت د دې طرحې له مخې به د کابل ښار د ټرانسپورټي تنظیم په پار ټول ټرانسپورټي وسایط سټېکر او د لارې مسیر به ورته ټاکل کېږي چې په نږدې ورځو کې به یې د افتتاح مراسم ترسره شي.»
د ترانسپورټ وزارت ویاند امامالدین احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغو موټرو کې بسونه، کاسټر، تونس او میرسیډیس موټر شامل دي چې په ښار کې سپرلي له یوې سیمې بلې ته لېږدوي.
ده وویل چې د دغه وزارت د طرحې له مخې به ټولو دغو ډول موټرو ته ځانګړي سټېکرونه ورکړل شي او هر موټر به پر خپل ټاکلي مسیر کار کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP