ښرنه (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۱): د پکتیکا ولایت ځینو سیمو کې د سېلابونو راوتو او تندر لوېدو له امله خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
یوې ځایي سرچينې پژواک خبري اژانس ته وویل چې د اورګون ولسوالۍ په مفتي کلي کې سېلابونه راوتلي چې له امله یې شاوخوا ۵۰۰ جریبه ځمکه تخریب کړې او ډېری کښتونه یې زیانمن کړي دي.
په ورته مهال يوه بله ځایي سرچينه وایي چې د یوسفخېل ولسوالۍ په خيربین سيمه کې بیا د تندر لوېدو له امله يو ماشوم مړ شوی او دوه نو کسان ژوبل شوي دي.
د دغه ولايت ځایي رسمي سرچينو د يادو پېښو د تایید او رد په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
دغه راز د پکتيکا په ځینو نورو سيمو کې هم د ورښتونو له امله سېلابونه راوتلي خو تر اوسه یې د زيانونو په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.
دا په داسې حال کې ده چې د پکتیکا په ګاونډ ولایتونو غزني او پکتیا کې هم سېلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP