ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې سېلابونو سلګونه جریب ځمکې او کښتونه تخریب کړي

پکتیکا کې سېلابونو سلګونه جریب ځمکې او کښتونه تخریب کړي

author avatar
5 Jul 2022 - 23:49
پکتیکا کې سېلابونو سلګونه جریب ځمکې او کښتونه تخریب کړي
author avatar
5 Jul 2022 - 23:49

ښرنه (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۱): د پکتیکا ولایت ځینو سیمو کې د سېلابونو راوتو او تندر لوېدو له امله خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

یوې ځایي سرچينې پژواک خبري اژانس ته وویل چې د اورګون ولسوالۍ په مفتي کلي کې سېلابونه راوتلي چې له امله یې شاوخوا ۵۰۰ جریبه ځمکه تخریب کړې او ډېری کښتونه یې زیانمن کړي دي.

په ورته مهال يوه بله ځایي سرچينه وایي چې د یوسف‌خېل ولسوالۍ په خيربین سيمه کې بیا د تندر لوېدو له امله يو ماشوم مړ شوی او دوه نو کسان ژوبل شوي دي.

د دغه ولايت ځایي رسمي سرچينو د يادو پېښو د تایید او رد په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

دغه راز د پکتيکا په ځینو نورو سيمو کې هم د ورښتونو له امله سېلابونه راوتلي خو تر اوسه یې د زيانونو په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پکتیکا په ګاونډ ولایتونو غزني او پکتیا کې هم سېلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

Visits: 236

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.