ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

  «اسلامي امارت له نړۍ سره د متقابل تعامل او تعهداتو په چوکاټ کې ښې اړیکې غواړي»

  «اسلامي امارت له نړۍ سره د متقابل تعامل او تعهداتو په چوکاټ کې ښې اړیکې غواړي»

author avatar
6 Jul 2022 - 14:17
  «اسلامي امارت له نړۍ سره د متقابل تعامل او تعهداتو په چوکاټ کې ښې اړیکې غواړي»
author avatar
6 Jul 2022 - 14:17

کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۱): د اسلامي امارت مشر، په اختریز پیغام کې هېواد ته له راګرځېدونکو افغانانو سره د کړو ژمنو پر عملي کېدو ټینګار کړی، وایي، اسلامي امارت د شریعت په چوکاټ کې د ټولو هېوادوالو حقونو ورکولو او د بیان ازادۍ ته ژمن دی او د  ښځو د حقوقو په تامین کې کوښښ کېږي.

مولوي هبت‌الله اخوندزاده ټولو افغانانو او اسلامي امت ته د لوی اختر مبارکي ویلې، زیاته کړې یې ده چې د افغانستان اسلامي امارت په هېواد کې د اسلامي شرعي نظام د قیام ترڅنګ، امنیت، پرمختګ او د دغه هېواد د بیارغونې لپاره هر ډول هلوځلو ته جدي متوجه دی.

هغه وایي: «موږ ګاونډیو او د سیمې او نړۍ هېوادونو ته پوره ډاډ ورکوو چې افغانستان به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې زموږ له خاورې څخه په استفاده د نورو هېوادونو امنیت ته ګواښ پېښ کړي. همدا ډول له نورو هېوادونو هم غواړو چې زموږ په داخلي چارو کې هيڅ ډول مداخله ونه کړي.»

دی زیاتوي: «موږ د امریکا په شمول له ټولې نړۍ سره د متقابل تعامل او تعهداتو په چوکاټ کې ښې او پياوړې دېپلوماتیکي، اقتصادي او سیاسي اړیکي غواړو او دا د ټولو جهتونو په خېر بولو.»

ده ویلي چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، ټول باید د هېوادني مکلفیت او دیني وجیبې له مخې د هېواد په بیارغونه کې ونډه واخلي.

دغه‌راز هغه وایي: «په ټولو جهتونو ږغ کوو چې موږ له هېچا سره ذاتي دښمني نه غواړو، زموږ غېږه د خپلو هېوادوالو پر مخ خلاصه ده. زموږ دوستي او دښمني د اسلامي اصولو پر بنا ده.»

د اسلامي امارت مشر د «تماس کمېسیون» ته لارښوونه کړې څو له هغو افغانانو سره ټولې ژمنې پوره کړي چې له بهره افغانستان ته راځي او د هغوی سر، مال او عزت ته څوک زیان ونه رسوي.

هغه زیاتوي: «څوک چې له اسلامي نظام سره د مخالفت هڅې کوي او په هېواد کې دننه او بهر د دسیسو ښکار ګرځي، په هغوی غږ کوم چې باید له تېرو ترخو تجربو څخه زده کړه وکړي، نور د فتنو او فساد خپرول، د جنګ او بې امنۍ کوښښ کول د هیچا په ګټه نه دي، غوره ده چې له دغسې ناوړه حرکاتو څخه لاس واخلئ او د اسلامي شرعي نظام د حاکمیت تر چتر لاندې هوسا ژوند ته را وګرځئ.»

دغه‌راز نوموړی وایي: «اسلامي امارت ټولو هغو مشکلاتو ته متوجه دی چې زموږ خلک ورسره مخ دي، د اقتصاد پياوړتیا، بیارغونه او د باقي پاتې مشکلاتو لرې کول زموږ او زموږ د ملت مشترک مسئولیت دی، راځئ چې لاسونه سره ورکړو، په ټولو مشروع امورو کې یو د بل ملاتړ وکړو او دا هېواد پخپل لاس بېرته آباد او سوکاله کړو.»

ده له علماوو او مشرانو غوښتي چې د سولې، امنیت او آبادۍ د دوام او استحکام لپاره له حکومت سره همکار اوسي او د خلکو د اصلاح او ذهني تنویر کوښښ وکړي.

هغه زیاته کړې: «د ښوونې او روزنې بهیر ته اسلامي امارت خاصه توجه کوي، خصوصا په دیني لحاظ د اولادونو تعلیم او تربیې ته او ترڅنګ یې د عصري علومو تربیې ته، دا ټول هغه څه دي چې اسلامي امارت يې اهمیت درک کوي او د ترقۍ لپاره به يې هڅې کوي. ان شاءالله تعالی.»

نوموړي د اړوندې ادارې له خوا د خلکو شکایتونو پر رسېدنې ټینګار کړی، ویلي یې دي چې هېوادوال کولای شي د هر ډول ظلم او زیاتي په صورت کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په چوکاټ کې د شکایتونو اورېدو اداره کې شکایت ثبت کړي.

هغه زیاته کړې: «اسلامي امارت د هېوادوالو هر ډول حقه حقوقو ورکولو ته ژمن دی، ځکه چې اسلام موږ ته د ټولو خلکو د حقوقو د ورکولو او ساتلو امر کوي، همداراز به د شریعت مطهره په چوکاټ کې د ښځو د حقوقو په تامین کې کوښښ کیږي. ان شاءالله.»

ده دا هم ویلي چې اسلامي امارت د اسلامي اصولو او شریعت په رڼا کې د هېواد د ملي ګټو په چوکاټ کې د بیان آزادۍ ته متعهد دی، ژورنالیستان دې د دغو دوو مهمو ټکو په نظر کې نیولو او د ژورنالیزم د اصولو په مراعاتولو سره خپل فعالیت کوي.

هغه ټول سالم او متدین، مخلص، با استعداده او مسلکي اقشار، ډاکټران، انجنیران او لوستي کسان چې «بې داغه» سابقه ولري، د قدر وړ بللي، وایي :«ټول به په مشترک او متعهد ډول خپل ویجاړ هېواد بېرته ودانوو.»

شیخ هبت‌الله اخوندزاده وایي، ټول امنیتي ځواکونه باید خپلو ورځنیو اعمالو، په خدمت کې اخلاص او ښه نیت، د خپلو مسئولینو اطاعت او له ولس سره نیک چلند ته ځانګړې پاملرنه وکړي، له غرور او تکبره ځان وساتي او په خپل منځ کې لا ښه اتفاق او همغږي سره ولري.

ده د بیت‌المال پر ساتنې ټینګار کړی، له زلزله‌ځپلو سره یې خواخوږي ښودلې، وایي چې زلزله‌ځپلو ته به مرستې په رڼه ډول ورسي.

هغه زیاتوي چې په هېواد کې د بېوزلو، یتیمانو او معلولینو د کورنیو او نورو اړمنو د اړتیا پوره کولو لپاره ډېره هڅه په کار ده او حکومت دغه ځورېدلي قشر ته ځانګړې پاملرنه کوي.

Views: 183

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.