کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۱): اوچا په افغانستان کې له اړمنو سره د المان د ۵۰ میلیونه یورو مرستې خبر ورکړی او ویلي چې المان د افغانستان د بشردوستانه صندوق دویم ستر مرستندویه هېواد دی.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) نن (چهارشنبه، د چنګاښ ۱۵مه) په یوه ټویټ کې ویلي چې المان له افغانستان سره ۵۰ میلیون یورو مرسته کړې ده.
د دغه بنسټ په خبره، المان د افغانستان بشردوستانه صندوق سره دویم ستر مرستندویه هېواد دی چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې ۱۵۲،۶ میلیون یورو مرسته کړې ده.
المان دغهراز ژمنه کړې چې په ۲۰۲۳ کال کې به له افغانستان سره ۵ میلیونه یورو مرسته کوي.
Views: 44
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن