ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سعودي کې يو افغان حاجي مړ شوی

په سعودي کې يو افغان حاجي مړ شوی

author avatar
8 Jul 2022 - 02:04
په سعودي کې يو افغان حاجي مړ شوی
author avatar
8 Jul 2022 - 02:04

اتلانتا (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۱): د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي چې ټول افغان زایرین منی ته رسېدلي، خو څو ورځې مخکې یو افغان حاجي د زړه د حملې له امله مړ شوی دی.

د دغه وزارت د نشراتو رییس او ویاند فضل محمد حسیني چې پخپله په منی کې و، پژواک اژانس ته د ټیلېفون له لارې وویل چې سږ کال ۱۳ زره ۵۸۲ افغانان د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي ته راغلي دي.

هغه زیاته کړه چې د ذی‌الحجې په اتمه ټول افغان زایرین منی ته ورسيدل او په خپلو ټاکل شوو سیمو کې ځای پر ځای او نن سهار وخته د عرفات میدان ته ولاړل چېرې چې د حج ستر رکن (وقوف عرفه) ترسره کېږي.

حسیني وویل چې یوه اونۍ مخکې یو افغان چې د لوګر ولایت اوسېدونکی و، د زړه د حملې له امله وفات شوی او پرون یې جسد هېواد ته ولېږدول شو.

د نوموړي په وینا، د افغانستان د حج وزارت او سعودي حکومت له خوا هر ډول امنیتي او لوجستیکي پروګرامونه نیول شوي دي.

ده وویل چې حاجیان د حج د ستر رکن (وقوف عرفه) له ترسره کولو وروسته له لمر لوېدو سره سم مزدلفې ته ځي، هلته له شپې تېرولو وروسته سهار منی کې د شیطانانو پر ویشتلو پیل کوي او درې ورځې به په منی کې پاتې کېږي.

د افغانستان د ارشاد، حچ او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب له منی څخه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې له مکې او مدینې منورې څخه ټول افغان زایرین منی ته رسېدلي دي.

هغه زیاته کړې چې د ټرانسپورټ، خوړو او نورو برخو کې هیڅ ستونزه نشته او ټولې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

ثاقب وایي چې دوی له افغانانو سره وخت په وخت په اړیکه کې دي.

د یادونې ده، په تېرو کلونو کې هم یو شمېر افغانانو په سعودي کې د حج پر مهال د ناروغۍ او یا هم ترافیکي پېښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکاوه.

Visits: 332

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.