ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دفاع سرپرست وزیر د قطر له ملکي او نظامي چارواکو سره پر دفاعي او امنیتي اړیکو غږېدلی

د دفاع سرپرست وزیر د قطر له ملکي او نظامي چارواکو سره پر دفاعي او امنیتي اړیکو غږېدلی

author avatar
8 Jul 2022 - 04:09
د دفاع سرپرست وزیر د قطر له ملکي او نظامي چارواکو سره پر دفاعي او امنیتي اړیکو غږېدلی
author avatar
8 Jul 2022 - 04:09

اتلانتا (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۱): د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د قطر له امیر او نورو ملکي او نظامي چارواکو سره د دواړو هېوادونو  ترمنځ پر دفاعي او امنیتي همکاریو خبرې کړې دي.

د ملي دفاع وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سرپرست وزیر قطر ته له رسېدو سره سم د دغه هېواد له امیر شیخ تمیم بن حمدآل ثاني سره چې د یاد هېواد د دفاع وزیر ډاکتر خالد بن محمد العطیه یې هم ملتیا کوله، وکتل.

سرچینې زیاته کړې، په دې ناسته کې د دفاع وزارت سرپرست وزير د افغانستان له خلکو سره یې د قطر دوست هېواد له مرستو مننه وکړه او د یادو مرستو پر دوام یې تینګار وکړ.

د ملي دفاع وزارت ویلي چې مولوي محمد یعقوب دغه راز د قطر د امیر د ملي امنیت له سلاکار شیخ محمد بن احمد المسند سره وکتل او دواړو لورو په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د لا پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړې.

د یو بل خبر له مخې، د ملي دفاع سرپرست وزیر په دوحه کې د قطر د بهرنیو چارو محمد بن عبدالرحمن الثاني، د قطر لوی درستیز الفريق الركن سالم حمد النابت سره هم لیدلي او پر بېلابېلو موضوعاتو یې خبرې کړې دي. 

د ملي دفاع وزارت وایي چې  سرپرست وزیر او مل پلاوی یې  د قطر د ګډو نظامي عملیاتو له مرکزه هم  لیدنه وکړه او د ګډو پوځي عملياتو مرکز له قوماندان سره یې وکتل.

سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې دواړو لورو د دفاعي او امنیتي اړیکو د پراختیا په تړاو د دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د ملي دفاع وزارت سرپرست د افغانستان له اسلامي امارت سره د دوست هېواد قطر له همکاریو خوښي څرګنده کړه او په دې برخه کې یې د لا زياتو مرستو غوښتنه وکړه.
دغه راز مولوي محمد یعقوب په قطر کې د مېشتو افغانانو له یو پلاوي سره هم لیدلي دي.

Visits: 2838

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.