کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۱): د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي، ۱۲ ورځې وروسته د شلو هېوادونو د استازو په ګډون به د افغانستان په اړه په تاشکند کې، نړیواله غونډه جوړه شي.
د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، په تاشکند کې د خپل خبریال په حواله راپور ورکړی چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزرات سرپرست وزیر ولادیمیر ناراف ویلي، دغه غونډه به د راتلونکې زمري میاشتې په درېیمه او څلورمه نېټه جوړه شي. سرچينې په دې ناسته کې د کډونوالو هېوادونو د نومونو يادونه ونه کړل.
ناراف وایي، تمه ده چې د افغانستان د سرپرست حکومت یو پلاوی به په دغه نړیواله غونډه کې د افغانستان په محوریت ګدون وکړي.
هغه له جزئیاتو پرته ویلي: «د طالبانو ګډون په دغه ناسته کې په دې معنا نه دي چې موږ هغوی په رسمیت پېژنو. موږ غواړو له دغه لارې خپل پیغام د دغه هېواد اوسنیو چارواکو ته ورسوو. د دې غونډې موخه دا ده چې د تاشکند د غونډې په چوکاټ کې هغو خپلې نړیوالې ژمنې عملي او په هغه کې لاسلیک شوي تړونونه ومني.»
د هغه په وينا، د ازبکستان – روسيې، ازبکستان او ګاونډيو هېوادونو دريځونه يو شان دي. يعنې «طالبان» خپل مکلفيتونه پوره کړي او يو ټولشموله حکومت جوړ کړي چې د افغانستان ټولې سياسي، قومي او مذهبي ډلې پکې شاملې وي.
افغان چارواکو د یادې غونډې او د ازبکستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو دوی تر دې مخکې ویلي وو، د هېواد اوسنی نظام ټولشموله دی او د لا ټولشموله کېدو لپاره یې هڅه کوي.
Views: 228
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن