ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اوکراین جګړې له امله یورو خپل ارزښت له لاسه ورکړ او له ډالر سره برابر شو

د اوکراین جګړې له امله یورو خپل ارزښت له لاسه ورکړ او له ډالر سره برابر شو

author avatar
14 Jul 2022 - 05:16
د اوکراین جګړې له امله یورو خپل ارزښت له لاسه ورکړ او له ډالر سره برابر شو
author avatar
14 Jul 2022 - 05:16

اټلانټا (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۱): د اوکراین جګړې له اوږدېدو سره د نړۍ اقتصاد له ګواښ سره مخ کېږي، یورو خپل ارزښت له لاسه ورکړی او له ډالر سره برابر شوی دی.

د اوکراین له جګړې مخکې د یورو ارزښت له ډالره لس سلنه زیات و، خو اوس سره برابر شوی او ویل کېږي چې په ځینو نړۍوالو مارکېټونو کې یې ارزښت له ډالره هم ټیټ شوی دی.

د بي بي سي د راپور له مخې، دا په تېرو شلو کلونو کې لومړی ځل دی چې د اروپايي کرنسۍ (یورو) بیه د امریکايي ډالر پر وړاندې په بې‌ساري ډول رالوېدلې ده.

د یورو د ارزښت د راټیټېدو لامل په اوکراین کې روانه جګړه ده او اوس دا وېره شته چې روسیه به اروپا ته د انرژۍ رسول محدود کړي، له دې سره به په اروپا کې د اقتصادي ځوړوالي شونتیا لا ډېره کړي.

د یورو ارزښت په ۱۹۹۹ کال کې د ډالر په پرتله ټیټ و، خو وروستی ځل چې یورو د یو ډالر په پرتله په ټیټه بیه معامله کېده د ۲۰۰۲ کال په ډسمبر کې و.

د روان کال له پیل راهیسې د ډالر په مقابل کې د یورو ارزښت نږدې ۱۲ سلنه رالوېدلی دی.

د اروپا مرکزي بانک د نرخونو په لوړولو کې له نورو مرکزي بانکونو وروسته پاتې دی چې د اروپايي اسعارو، یورو بیه یې نوره هم کمزورې کړې ده.

کله چې مرکزي بانک د سود کچه یا ګټه لوړه کړي، د اسعارو بیه ورسره لوړېږي؛ ځکه چې نړۍوال پانګه‌وال له دغو پیسو سره د شتمنیو د ساتلو لپاره د ډېر عاید تمه لري.

له بل لوري، ډالر په وروستیو میاشتو کې پیاوړی پاتې شوی، ځکه چې د امریکا مرکزي بانک د سود نرخونه لوړ کړي او بله خوا پانګه‌وال د خپلو ډالري شتمنیو لپاره د خوندي ځای په لټه کې دي.

د یورو د ارزښت ټیټوالی اوس د دې لامل شوی چې اروپايي هېوادونو ته واردات ډېر ګران شي؛ په ځانګړې توګه د اومه تېلو په څېر توکي چې په ډالرو اخیستل کېږي.

Views: 358

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.