اټلانټا (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۱) : د پاکستان پوځ وایي چې ترهګرو له بلوچستان ایالت څخه تښتول شوی د پوځ یو افسر وژلی دی.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو له دفتر څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ډګرمن لایق بیګ مرزا دوه شپې مخکې د بلوچستان له زیارت سیمې څخه له تره زوی سره یو ځای تښتولی و.
سرچینې زیاته کړې ، کله چې ځواکونو د تښتوونکو پر ضد عملیات پیل کړل، نو هغوی ډګرمن لایق بیګ ووژلو او د هغه تره زوی یې له ځانه سره وړی دی.
پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی چې دغه افسر په کویټه کې ددفاعي ځواکونو د یوه ښارګوټي مسوولیت په غاړه لرله.
بلخوا د بلوڅانو دازادۍ غوښتونکې ډلې ( پلوڅ نیشنل ارمی) د ډګرمن لایق مرزا د وژنې او تښتولو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
Views: 362
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP