منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۱ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

وسله والو کسانو د پاکستان د پوځ یو افسر تر تښتولو وروسته وژلی

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۱۶ کتنې

اټلانټا (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۱) : د پاکستان پوځ وایي چې ترهګرو له بلوچستان ایالت څخه  تښتول شوی د پوځ یو افسر وژلی دی.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو له دفتر څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ډګرمن لایق بیګ مرزا دوه شپې مخکې د بلوچستان له زیارت سیمې څخه له تره زوی سره یو ځای تښتولی و.

سرچینې زیاته کړې ، کله چې  ځواکونو د تښتوونکو پر ضد عملیات پیل کړل، نو هغوی ډګرمن لایق بیګ ووژلو او د هغه تره زوی یې له ځانه سره وړی دی.

پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی چې دغه افسر په کویټه کې ددفاعي ځواکونو د یوه ښارګوټي مسوولیت په غاړه لرله.

بلخوا د بلوڅانو دازادۍ غوښتونکې ډلې ( پلوڅ نیشنل ارمی) د  ډګرمن لایق مرزا د وژنې او تښتولو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.