Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د نړۍ مشرانو ته پرانستی لیک: افغانستان کې د نجونو ښوونځیو پرانیستلو لپاره عملي اقدام وکړئ

اټلانټا (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۱) : د  سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ بنسټ او د بشري حقونو یو شمېر مدافعینو په یوه پرانستي لیک کې د نړۍ له مشرانو غوښتي چې د افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو لپاره دې عملي اقدامات وکړي.

دوی دغه پرانستی لیک په داسې حال کې استولی چې له شاوخوا ۳۰۰ ورځو راهیسې په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې د نجونو پر مخ ښوونځي تړلې دي.

د نړۍ د مشرانو په نامه دغه پرانستی لیک د ملاله بنسټ ترڅنګ د لبنان، بنګله دیش او افغانستان اړونده د زده کړو او بشري حقوقو د سازمانونو لخوا استول شوی او د ملاله بنسټ په رسمي ویب سایټ او ټویټر پاڼه کې خپور شوی دی.

په دې لیک کې راغلي: « ۳۰۰ ورځې کیږي ، په افغانستان کې د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي. د نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیز چې څومره غځیږي، هومره نجونې ښوونځیو ته له تګ ناهیلې او له پوهنې لاس په سر کیږي.»

په دې لیک کې د نړۍ له مشرانو غوښتل شوي چې د افغان نجونو ملاتړ وکړي ځکه د هغوی په باور ځوانې او په زده کړو سمبالې ښځې کولای شي نړۍ امنه او غښتلې کړي.

په دغه لیک کې ټینګارشوی ، ددې لپاره چې دغه کار وشي نن باید د افغان نجونو د راتلونکي لپاره «زړور او سمدستي» اقدامات ترسره کړئ.

په دې پرانستي لیک کې راغلي دي: «هغه څه چې موږ یې له تاسې غواړو هغه د اعلامیې د خپرولو او یا په نړیوالو ناستو کې د یوې شېبې له چوپتیا غوره کولو څخه ور اخوا دي. که څه هم د خواخوږۍ شېبې او اعلامیې په ښه نیت خپرېږي، خو بیا هم طالبان د نجونو له حقونو د سرغړاوي په تړاو نه محکومیږي. نړیوال باید ډیپلوماتیک فشار ته ادامه ورکړي تر څو طالبان سمدلاسه د نجونو پرمخ منځني ښوونځي او لېسې پرانېزي.»

په دې لیک کې د نړۍ مشرانو ته په خطاب کې ویل شوي: «ستاسې اخلاقي دنده ده چې د سلګونه زره کورنیو او نجونو ترڅنګ ودرېږئ چې د ښوونځيو پرانیستل غواړي او د کلتوري، ټولنیز او سیاسي حقونو غوښتنه کوي.»

په لیک کې راغلي: «. موږ له سیمه ییزو ملګرو، نړیوالو رهبرانو او ادارو غواړو چې په همغږۍ او زغرده خپل غږ پورته کړی.»

د یادونې وړ ده چې تیر کال په افغانستان کې د نظام تر ړنګیدو وروسته نوي سرپرست حکومت د نجونو پر متوسطه او ثانوي زده کړو بندیز ولګولو.

د افغانستان د پوهنې وزارت وایي چې یوه طرحه یې مشرتابه مقام ته لیږلی او هغوی به ډیر ژر په دې اړه کومه پرېکړه وکړي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.