ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار او ننګرهار کې د کرونا واکسین کمپاین پیل شو

تخار او ننګرهار کې د کرونا واکسین کمپاین پیل شو

جلال‌اباد/ تالقان (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۱): مسوولین په تخار او ننګرهار ولایتونو کې د کرونا ضد  واکسین د کمپاین پېلېدو خبر ورکوي.

د کرونا ویروس له خپرېدو سره – چې په تېرو دوو کلونو کې په ټوله نړۍ کې میلیونونه وګړي پرې اخته او سلګونه زره یې له امله مړه شوي – ډاکټرانو او طب پوهانو د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې هڅه وکړه څو دې ناروغۍ ته درمل او واکسین کشف کړي چې په پایله کې ځیني هېوادونه وتوانېدل د کرونا د مخنیوي لپاره واکسین جوړ کړي.

په ننګرهار کې د کرونا واکسین کمپاین پیلېدل

د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر امیرمحمد افتاب نن (د چنګاښ ۲۵مه) د دغو مراسمو د پرانیستې پر مهال وویل، په پام کې ده چې د دغه کمپاین په ترڅ کې ۳،۲ میلیون کسان د کرونا واکسین ترلاسه کړي.

د سرچینې په وینا، دغه کمپاین – چې نن د جلال‌اباد ښار په حوزوي روغتون کې پیل شو – د ۸۴ کاري ټیمونو په واسطه په ۲۲ ولسوالیو او جلال‌اباد ښار کې د یوې میاشتې په موده کې تطبیقيږي.

نوموړی وایي، دغه کمپاین د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي او تخنیکي مرسته تطبیقېږي او د واکسین د تطبیق ترڅنګ خلکو ته د کرونا په اړه پوهاوی هم ورکول کېږي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رییس وایي: «په ننګرهار کې د کرونا ویروس ختم شوی، د دې لپاره چې پېښې صفر ته ورسېږي، د کرونا ویروس کمپاین مو پیل کړ چې انشاالله په تطبیق سره به یې ننګرهار له کرونا ویروس خوندي اعلان شي.»

په همدې حال کې د کتلوي معافیت پروګرام رییس ډاکټر حکم‌خان ګلابزي وویل، کرونا یوه جدي او خطرناکه ناروغي ده او که هره کورنۍ دغه واکسین تطبیق نه کړي، د دې ترڅنګ چې ټوله کورنۍ به پر دغې ناروغۍ اخته شي، بلکې د ټول ننګرهار لپاره به ګواښ و ګڼل شي.

نوموړي په دې برخه کې د خلکو همکاري اړینه وبلله او له هغوی یې وغوښتل چې په دې برخه کې له روغتیایي کارکوونکو او ځان سره همکاري وکړي.

د ننګرهار اوسېدونکي د کرونا واکسین له تطبیقېدو خوښ دي.

د جلال‌اباد ښار د درېیمې ناحیې اړوند د مرستون څلورلارې اوسېدونکی نوراجان د دغه کمپاین له پیلېدو خوښ دی، خو ادعا کوي چې په تېرو کمپاينونو کې هغه کسانو ته واکسین تطبیق کېدو چې څوک به یې پېژندل.

نوموړی د ننګرهار د عامې روغتیا له مسوولینو غواړي څو په دغه دور کې عامو او بې واسطې خلکو ته ډېر چانس ورکړل شي.

هغه زیاته کړه: «تېر ځل چې په ننګرهار کې د کرونا ویروس کمپاین پیل شوی و، هغو کسانو ته چې واسطه یې نه درلوده په اسانۍ واکسین نه تطبیق کېدو.»

دا په داسې حال کې دی چې د عامې روغتیا رییس ژمنه کوي او وایي، دغه یو عام پروګرام دی او له تبعیض پرته ټولو ته په یو ډول تطبیقېږي.

په تخار کې د کرونا ضد واکسین کمپاین پیل شو

د تخار د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مسوول ډاکټر هدایت‌الله غفوري پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کمپاین یې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره په دغه ولایت کې پیل کړی دی.

هغه زیاته کړه چې د کمپاین په دغه دور کې به هغه څلوېښت سلنه کسان واکسین شي چې مخکې یې واکسین نه وو ترلاسه کړی.

نوموړي زیاته کړه، د کمپاین دغه پړاو به د تخار ولایت په ۱۶ ولسوالیو کې د ښځو په ګډون د ۲۶۰ واکسیناتورانو له خوا تطبیق شي.

د تخار اوسېدونکي د دغه کمپاین له پیلېدو خوښ دي

د تالقان ښار اوسېدونکی نورالحق چې دولتي روغتون ته د واکسين ترلاسه کولو لپاره تللی و، د دغه کمپاين له پيلېدو هرکلى وکړ او ويې ويل، د تالقان ټول اوسېدونکي باید ځانونه د کرونا وژونکې ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړي.

نوموړي وویل، هغه او کورنۍ یې پر واکسین اخیستلو سربیره، روغتیایي لارښوونې (ماسک اچول، د لاسونو مینځل، په تړلو او ګڼې ګوڼې ځایونو کې ګډون نه کول او په مکرر ډول په صابون او اوبو د لاسونو مینځل) هم رعایت کوي.

دا په داسي حال کې دی چې د واکسین نړۍوالې اونۍ له پیل سره هم مهاله، د کرونا واکسین د تطبیق لړۍ د افغانستان په ټولو ولایتونو کې پیل شوې ده.

Visits: 119

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.